اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې داسې حال كښې چې كشميرې اولس او په ټوله نړۍ كښې اوسېدونكي كشميريان كشمير ته د هندي ځواكونو د داخلېدو په اړه توره ورځ لمانځي ځكه چې د هند پوځ د آزادې اېكټ٬ د تقسيم پلان او د نړيوالو قوانينو ??لا?? ورزي كولو سره د كشمير خاورې ته داخلې شوے و٬ په دې موقع پاك??تا??ې قوم د دې كشميريانو كاز سره د مكمل يووالي او غېر متزلزل عزم ملاتړ كوي او په هر ډول حالاتو كښې په هر صورت كشميريانو سره د بشپړه ملګرتيا كولو د عزم پخلې كوي۔ د اكتوبر د 27مې نېټې د كشمير تورې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې پاك??تا?? او پاك??تا??ې اولس به كشميرې اولس په خپلو منصفانه او جائز ه??و كښې كله هم يوازې نه پرېږدي كوم چې د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې وركړې شوي د خپلواكې حق لپاره هڅې كوي۔ هغې ووئيل چې كشمير د هندي بربريت او ظلم نه ډك دا??تا?? دے او تر اوسه ئې پكښې د ترهګرې بازار ګرم ساتلې۔ هغې ووئيل چې كشميري اولس چې كله په كال 1989م كښې د آزادې تحريك پېل كړو د هغه وخت نه تراوسه په مقبوضه كشمير كښې د يو لك نه زيات كشميريان شهيدان كړې شوي دي او د زرګونو په شمېر مېرمنو عصمت دري شوې ده۔ هغې ووئيل چې وخت راغلې چې نړۍ د مظلوم كشميريانو د خپلواكې په حق كښې خپل كر??ار ترسره كړي او په هندي حكومت فشار واچوي چې هغه په مقبوضه كشمير كښې د كشميريانو محاصره ختم كړي۔ د كشميريانو قتل عام بند كړي او هند د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړي