اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د آ??اد جمو و کشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي د آ??ټيكل 370 خاتمه د شېخ عبدالله او د مفتي سعيد د كورنۍ ماتې ده ٬ دوي د تېرو 70 كالو راهسې د دې آرټيكل تر سېوري لاندې د هند د مفاداتو تحفظ كولو٬ اوس محبوبه مفتي او عمر عبدالله هم د هند په اړه ھغه څه وا??ي كوم چې حريت قيادت وئيل٬ د هند لخوا د آ??ټيكل 370 خاتمې ن?? پس د هند پلويانو كشميري ګوندونو سره د آ??ادۍ په تحريك كښې د شاملېدو او د نوې ډيلي په ضد د هڅو كولو نه علاوه بله لاره نه ده پاتې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كشمير هاٶس اسلام آباد كښې د ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل زياتره كشميريان پرون هم د هند په ضد وٶ او نن ئې هم مخالفت كوي او بيا لپاره به هم كوي۔ ده ووئيل هندي واكمند چې د مقاٶمت تحريك ته د تنګېدو په سبب كوم اقدامات كوي دې سره به د كشمير مسئله هوارېدو له هېڅ مرسته ترلاسه نه شي بلكې دا صورتحال به لا پېچلې شي۔ده ووئيل د هندي آئين آرټيكل 35 اے تحليل كېدل يوه په سوچ تر سره شوې منصوبه او ناوړه سازش دے چې مقصد ئې كشميريان د ھغوي د حقونو نه محرومه ساتل او د ھغوي اكثريت په اقليت بدلول دي۔ ده ووئيل د هند دې اقدام سره مقبوضه کشمير، آزاد کشمير او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان راپار شوي او غصه دي٬ دوي دا خيال لري چې مونږ ديوال ته ورنزدې كړې شوې يو۔ ده ووئيل د كشمير شخړه درې ف??يق??ن لري او ملګري ملتونه چې په وړاندې ئې د كشمير يو حل طلب كشاله ده د دې قضيې څلورم فريق دے۔ ده ووئيل هند د پاتې در??و فريقينو د