اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) د پ??كستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي حكومت له به انصاف او د بشري حقونو تحفظ باوري كول وي، په خپلو معاشی او جمهوری حقونو به كومه سمجھوته اونه كړو’ دا پارلمان د هېواد خپلواكه اداره ده ‘ ټولې ادارې دې ته ځواب وركونكې دي’ دا ایوان كومې ادارې له ځواب وركونكې نه دے’ د قرض په حقله د كمېشن جوړول غیر آئینی او غیر جمهوری كار دے۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 20-2019 په بجټ بحث كښې بلاول بھټو زرداری ووئيل مونږ د پ??كستان اولس نه د ایوان ماحول په اړه بخښنه غواړو۔ په ايوان كښې د هر يو غړي بايد خيال اوساتلې شي۔ د شهید ذوالفقار علی بھټو وركړې شوي آئین تحفظ زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ د?? ووئېل مونږ له به د پ??كستان اولس خواهشات احترام باوري كول وي۔ د?? ووئيل د پ??كستان اولس د دې ايوان خپلواكۍ او وقار لپا??ه قربانۍ وركړې د۔ د هېواد نسلونو د جمهوریت لپا??ه قربانۍ وركړې۔ د?? ووئېل فاطمه جناح په نخښه كړې شوې او شهید ذوالفقار علی بھټو زندان ته اچولې شوې ؤ۔ دغ??ې د ضیاء الحق او پرویز مشرف په دور كښې بېنظیر بھټو شهيده كړې شوي۔د دې ایوان سرلوړۍ لپاره د ترهه ګرۍ بريدونه شوي۔ د?? ووئيل تير وخت كښې به چې كله بجټ وړاندې كيدو ن?? اپوزیشن به سخت احتجاج كولو ‘ اوس څوك هم زمونږ خبره اوريدل نه غواړي