اسلام ??باد 18 جون (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاك چين اړيكې په ټولو څانګو كښې لوړې كچې ته د رسولو عزم پخلي كولو سره د چين د پیپلز لبرېشن آرمی د ګراٶنډ فورس كمانډر جنرال هان ??یګیو ته ”نشان امتیاز”( عسکری) وركړے۔ پ?? دې لړ كښې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې دستوره وشوه۔ د دې نه پس جنرال هان ??یګیو اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ پ?? دې موقع اولس مشر ډاكټر عارف علوي جنرال هان ??یګیو ته مباركي وركولو سره ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه اړېكې په ټولو څانګو كښې لوړې كچې ته د رسولو لباره د عزم پخلي وكړو۔ ده ووئيل پاکستان او چین سدا بهار او ازمائيلې ملګري دي او پاكستان چين ”آئرن برادر” ګڼي۔ د پاکستان ??ه خارجه پاليسۍ كښې د پاك چين دوستۍ اهميت رامخې ته كولو سره اولس مشر ووئيل ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي او اقتصادي روابط منطقه كښې امن او استحكام لپاره ضر??ري دي۔ ده ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د ترهګرۍ مخنيوي له په مرسته زياتولو زور رواړو۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان او چین اړېكې په پراخه بنياد، د اوږدې مودې ، سدا بهاره سترتېژكې مرستې سره په شراكتدارۍ تړلې شوې ٬ اولس مشر ووئيل پاكستان د كشمير پشمول د خپلې قامي سلامتيا او د سالميت په چارو د چين ملاتړ ته په درنه سترګه ګوري۔ اولس مشر دا خبره هم رامخئ ته كړه چې د پاكستان حكومت د چين وګړو ته تحفظ لپاره د وفاقي او صوبائي حكومت پشمول د سول او عسكري امنيتي ادارو سره په ګډه ګڼ اړخيزه امنيتي انتظامات كړې۔ پ?? دې موقع جنرال هان ??یګیو په نشان امتیاز(عسکري) وركولو د اولس مشر مننه وكړه