اسلام آباد ۔ 27 مارچ (اے پی پی) حکومت د برېښنا څانګه كښې د اصلاحاتو عمل تند كولو او د آټو میټرنګ نظام پېل كولو پرېكړه كړې ده۔ د پاور ډویژن وزارت ذريعو ترمخه توان سره اړوند ټاسك فورس د توان څانګه كښې اصلاحات مخ په وړاندې بوتلو له كار كوي چې ورسره به د څانګې صلاحيت او استعداد كښې زياتوالي سره سره د واجباتو وصولۍ ٬ د برېښنا غلا مخنيوي او د برېښنا رسنه كښې پېښو مسئلو حل كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ حكومت لائن لاسز كښې کمی له هم په بېلو وړاندېزونو غور كوي او په دې لړ كښې ?? پری پېډ میټرنګ نظام وضع?? كولو په وړاندېز هم غور روان دې۔ دې نظام سره به د برېښنا غلا مخنيوې ٬ لائن لاسز كښې كمې او د واجباتو وصولي ښه كړې شي۔