اسلام آباد ۔ 11 مارچ(اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري سره پاكستان كښې د س??ر صليب نړيوالې كمېټۍ پلاوي د ګل په ورځ اسلام آباد كښې ليدلې دي ۔ د پلاوي مشري رېټو اسټاكر كوله۔ ملاقات كښې د بشري حقونو تحفظ په شمول هېواد كښې بنديوانو پاكستانيانو ته په پېښو مسئلو او د دوئي د حقونو خيال ساتلو سره په اړوندو ??ېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري هند كښې په بې ګناه پاكستانې بنديوان شاكر الله تشدد او د هغه په بې رحمۍ سره په وژنه د اندېښنې څرګندونه كولو سره د س??ر صليب پلاوي مشر پ??م دې پېښې پلو ګرځولو سره ووئيل هند كښې د رياستي مشرۍ تر سېوري لاندې پاكستانې بنديوان تشدد سره وژلې شوې كوم چې د غندنې وړ فعل دے ۔ دې د س??ر صليب نړيوالې كمېټۍ پلاوي په مشر رېټو اسټاكر زور راوړو چې په بهر هېوادونو كښې بنديوانو پاكستانيانو ته پېښې مسئلو حل كولو له ګامونه ??ور??ه كړي۔ وفاقي وزيرې ووئيل مونږ خپلو وګړو ته د بنيادي بشري حقونو رسنې عزم لرو او د بشري حقونو ساتنې له فعاله ګامونه ??ور??ه كوو۔ دې پلاوي ته ووئيل د بشري حقونو مسئلو په اړه ډېټا بېس هم جوړولې شي۔ د س??ر صليب پلاوي مشر د بشري حقونو ساتنې له د پاكستان او په خاص توګه د بشري حقونو وزارت هڅې وستائلې او په دې لړ كښې ئې له خپل اړخه د بشپړې مرستې باور وركړو