اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی) د امریکې د قامی سلامت??ا سلاحكار جان بولټن د پاك۔??ند تاؤ ترېښوالې كښې كمي لپاره د پاکستان اقدامات ستائلو سره زور راوړې چې دواړه د صبر او زغم څرګندونه وكړي۔ ده دا خبره د خارجه وزير شاہ محمود قریشی سره تيلي فوني تماس پھ مهال د پلوامه پېښې په تناظر كښې د سيمه ايزې سلامتیا په صورتحال خبرو كښې وكړه۔خارجه وزير شاہ محمود قریشی ووئيل د ??ند د اړخه پھ 26 فروری شوې جارحيت نه يواځې د پاکستان د حدونو بلكه د ملګرو ملتونو د چارټر هم خلاف ورزي ؤه ، د دغې جارحیت په ضد پاکستان د ځواب وركولو حق ترمخه خپله دفاع كړې وه، ده ووئېل پاکستان سيمه كښې امن غواړي ، دې لپاره وزیراعظم عمران خان د خیرسګالۍ جذبې ترمخه د ??ند پائلوټ بيرته وركړې ۔ ده ووئيل د پاکستان هائی کمشنر سهیل محمود د مشاورت بشپړولو نه پس ??ند ته تللې ، مونږ په 14 مارچ د کرتارپور راهدارۍ په لوظنامه خبرو اترو له يو سرکاری پلاوې ??ند ته لېږو۔ د امریکې د قامی سلامت??ا سلاحكار جان بولټن ووئيل زه او خارجه وزير پومپیو د شمالی کوریا قیادت سره پھ مهمو خبرو اترو كښې د مصروفیت باوجود د پاکستان او ??ند ترمينځه د تاؤ ترېښوال?? صورتحال په سوب د دواړه هېوادونو سره په تماس كښې يوو ٬ دغسې چې تاؤ ترېښوالې زيات نشي۔ هغه سيمه كښې امن له د پاکستان اقدامات وستائل ۔ په دې موقع خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی ??ند كښې د ټول ټاكنو له امله د ??ند د جارحانه عزائمو ممکنه خدشاتو څخه هم هغه خبر كړو۔ جان بولټن د افغان امن عمل لپاره هم د پاکستان کردار وستائلو