اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د سعودي عر??ستان لخوا پاكستان كښې د 20 اربه ډالرو سرمايه كارۍ سره به په هېواد كښې معاشي انقلاب راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال حسېن مقپون راډيو پاكستان سره په خپلو خبرو كښې كړې۔ده ووئ??ل ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان دوره كاميابه وه٬د ملګرو هېوادونو لخوا په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ سره به هېواد كښې د پرمختګ او د خوشحالۍ نوې دور پېل شي۔ده په وزيراعظم عمر??ن خان د بشپړ باور څرګندونې سره ووئېل د خارجه وزارت كاميابې خارجه پالېسۍ په سوب د هېواد مثبت اميج رامخې ته كېږي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمر??ن خان په خاص بلنه كراؤن پرنس محمد بن سلمان راروانه يخښنۍ كښې د ګلګټ بلتستان دورې كولو ته راضي شوې او د سېلګرۍ په څانګه كښې سرمايه كارۍ له ئې خوښي څرګنده كړې