اسلام آباد 28 دسمبر (اے پ?? پی) وزیر اعظم عمران خان سره مشر سیاستمدار او پخواني وزیراعظم چودھری شجاعت حسېن د جمعې په ورځ ليدلې دي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا جارې شوي بیان له مخې د ملاقات په مهال د پنجاب ??سم??لۍ سپيكر چودھری پرویز الهی او د قامی ??سم??لۍ غړې چودھری مونس الهی هم موجود ؤ، د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال نعیم الحق هم پھ دې موقع موجود ؤ۔ د ملاقات پھ مهال د هېواد په سیاسی چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د دواړو ګوندو ترمينځه د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړولې شو دغسې د مخالفې ډلې د منفی رویې مقابلې كولو پھ اړھ هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔