اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) د پاكستان فرنيچر كونسل ﴿ پي اېف سي﴾ چيف اېګ??ېك??و ميا محمد كاشف اشفاق د ځائي مصنوعاتو د استعمال په اړه د اولس مشر عارف علوي د بيان هركلې كړے او وئيلي ئې دي چې ځائي مصنوعاتو ته وده وركولو لپاره برانډنګ كلتور ډېر مهم دے ځكه بايد نجي څانګه د ځائي ب??انډز ودې لپاره خپل كردار ترسره كړي چې دغسې په روپې فشار كم شي۔ ده د?? خبرې د كونسل د بورډ آف ډائرېكټر غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ دا غونډه ?? درې ورځنې انټيرئرز پاكستان لوي نندارتون د انتظاماتو جاج اخستلو لپاره جوړه شوې وه كوم به چې د دسمبر په 14مه نېټه په اېكسپو سنټر كښې پېل كېږي۔ د كونسل مشر په دې موقع په خپله وېنا كښې ووئيل چې پي اېف سي به د فرنيچر برانډز وده لپاره نه يوازې په هېواد كښې دننه بلكې په بهرنيو هېوادونو كښې هم خپل كردار ترسره كړي