اسلام آب??د 25 جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت وفاقي سې??تر سردار احمد نواز سكهيرا د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي) هېډكوارټر دوره وكړه او ادارې لخوا يې سبسكرائبرز ته انتخابي نتيجې په وخت رسولو لپاره د ټاكنو جوړې كړې څانګې جاج واخست٬په دې موقع د اطلاعات سې??تر ووئيل پرله پس په درېم ځل په ښه ډول د اقتدار انتقال د هېواد په تاريخ كښې ډېر اهميت لري۔ده ووئيل په اوسني حكومت كښې وړومبې پړاؤ خلق خبرول او د دوي ډاډګيرنه كول وو چې دغسې دوي د خپل ووټ د لارې د خپلې خوښې كانديد ټاكنې لپاره بهر راشي او خپل كردار ترسره كړ??۔ ده ووئېل د انتخابي كمپائن د دوهم پړاؤ نه پس اوس مونږ د ټاكنو د نتيجو جاري كولو په پړاؤ كښې يو۔ده ووئيل د پاكستان ټېلي ويژن راډيو پاكستان او د اېسوسي اېټډ پرېس آ?? پاكستان پشمول څلور واړه څانګې د اليكټرانك مېډيا او د سوشل مېډيا د لارې په وخت درست او په تندۍ سره نتيجې وركولو لپاره په يو نېټ ورك راغونډې شوي دي۔ وفاقې سې??تر ووئيل پھ دې لړ كښې بيك آف(متبادل)پلان او حكمت عملي هم موجود ده۔دا څلور واړه ادارې به نيغ په نيغه هم د ټاكنو كميسون څخه نتيجې ترلاسه كړی شي٬زمونږ پلان دا دې چې د فيلډ څخه معلومات ترلاسه كولو سره يو بل سره شريك كړی شي چې دغسې قوم ته په وخت نتيجې وركړې شي۔ده د كال 2018م د ټول ټاكنو كورېج لپاره په موثره انتظاماتو كولو د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك هڅې وستائلې۔احمد نواز سكهيرا ووئيل اے پي پي په هغو قامي ادارو كښې شامله ده كومې چې پياوړې ورثه لري او كله هم قام نه مايوسه كوې۔د دې ادارې دوره كول ما لپاره د اعزاز خبره ده۔د دې څخه وړاندې د اطلاعاتو سې??تر سبسكرائبرز ته د نتيجو وركولو د څانګې په اړه خبر كړې شو۔په دې موقع د اے پي پي ايګزېكټو ډائرېكټر اختر منير٬ډاكټر نيوز اكرم ملك٬ډائرېكټر انټرنېشنل ن??وز قمر الله چوهدري٬ډائرېكټر آئي ټي غواث خان او د ادارې نور اعلٰی چارواكي موجود وو