ميران شاه 30 اپرېل (اے پی پی) وزيراعطم شاهد خاقان عباسي او سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د شمالي وزيرستان اېجنسۍ د ميران شاه او د غلام خان سيمو دوره كړې۔ وزيراعظم د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او امن او استحكام لپاره قربانۍ وركوٶنكو لپاره ئې فاتحه لوستلې۔ د آئي اېس پي آر له مخې وزيراعظم د دورې په مهال د پاك پوځ د انجينئرانو لخوا د جوړ كړې شوې ميران شاه ماركيټ كمپلېس پرانسته وكړه په كوم كښ?? چې 1344 دوكانونه ٬ پاركونه ٬ پاركنګ ٬ سولر لائټونه ٬ لارې او د اوبو نظام شامل دې۔ وزيراعظم د سنټرل ټرېډ كوريډور د برخې په توګه د غلام خان ټرېډ ټرمينل هم پرانسته وكړه۔ دا نوې جوړ كړې شوې ټرېډ ټرمينل او كميونيكېشن ان??رس??ركچر به د قبائيلي سيمې دا ماركيټ كمپلېس په ډېره اسماعيل خان كښ?? سي پېك سره وتړي او دې سره به ځائي تجارت وده كولو سره په سيمه كښ?? اقتصادي خوشحالي راشي۔ په دې مو??ع خپلو خبرو كښ?? وزيراعظم ووئيل چې دا معاشي او اقتصادي پروژې شروعات دي دغسې يو شمېر پروژې به فاټا كښ?? ترسره كولې شي۔ ده ووئيل چې په عارضي توګه د بې كوره شويو بحالي او د فاټا سماجي او معاشي پرمختګ د حكومت په ترجيحاتو كښ?? شامل دي۔وزيراعظم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښ?? د قبائيلو د مرستې ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل چې قبائيلي سيمې په قامي چوكاټ كښ?? شاملول مهم دي او حكومت د قبائيلي اولس د هيلو له مخې په دې لړ كښ?? كار كوي۔په دې مو??ع د خېبر پښتونخوا ګورنر ٬ وزيران ٬ سناتوران او د پېښور كور كمانډر هم موجو?? ٶ۔