اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د وزيراعظم د فيس ستنولو سكيم په كاميابۍ د اط??ينان څرګندونه ك??ی او د ځوانانو سكالرانو د جوش او جزبې يې ستائنه ك??ې۔وزيراعظم سره د ګل په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د سكيم څخه داستفاده كونكو سكالرانو پلاوي د وزيراعظم د يوت پروګرام مشرې ليلٰی خان په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔په دې موقع وزيراعظم ته د وزيراعظم د يوت پروګرام مشرې ليلٰی خان بريفنګ وركولو سره ووئيل چې تراوسه 1 لك 49 زره 695 زده كونكو ته د دوي د فيس ستنولو عمل ترسره شوې چې پ??ښې 6 زره 631 د پي اېچ ډي 37 زره 663 د اېم فل او اېم اېس سكالران او 1 لك 15 زره 401 د ماسټر پروګرام زده كونكي شامل دي۔دا زده كونكي د اسلام آباد په تعليمي ادارو چې پ??ښې قائداعظم پوهنتون٬فاطمه جناح وويمن پوهنتون٬نېشنل يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكنالوجي٬ نړيوال اسلامي پوهنتون٬كامسيټس او نېشنل ډيفنس پوهنتون كښې زده ك??ې كوي۔په دې زده كونكو كښې د آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان٬قبائېلي سيمې او د سندھ د كلي والو سيمو زده كونكي شامل دي۔د وزيراعظم د فيس د ستنولو سكيم له مخې د 114 كم پرمختلليو ضلعو د پي اېچ ډي٬اېم اېس او د اېم فل د سكالرانو فيس وفاقي حكومت د لوړو زده ك??و كميسون د لارې ادا كوي