اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي زمونږ ګوند په سې??ېټ كښې واحد اكثريتي ګوند دے او د سې??ېټ چيئرمېن لپاره خپل كانديد وركول زمونږ حق دے٬د ميا رض?? رباني نامه مو دې ??پاره وركړې چې د هارس ??رې??نګ څخه بچ شي٬په نېب ريفرنس كښې د رابرټ ريډ لے لويه چرچا كېدله چې هغه به راشي٬ګواهي به وركړي او پته به ونه لګي چې د هغه ګواهي الټا زمونږ په حق كښې راغلې٬د دروغو دا يو لويې مثال دے٬زما په خيال كښې دا بيخې بوګس كيس دے٬ داسې خلق انصاف سره مخ كول پكار دي د څوك چې د غلط كارونو په سوب پارلمان څخه نااهله شوې ٬د وزيراعظم په ضد د ريفرنس جوړېدو نن شپږ مياشتې وشوې او تر نن دا پته ونه لګېده چې په نواز شريف كوم تور شته يا نه او نه د كوم كرپشن پته ولګېدله۔نواز شريف ووئيل په دې 6 مياشتو كښې خو څه رامخې ته كېدل پكار وو٬كه د كرپشن كيس وو نو په وړومبو دوو مياشتو كښې به ثابتېدل۔6 مياشتو ته د رسېدو ضرورت نه و خو اوس پكښې دوه مياشتې پراختيا شوې۔ده ووئيل دا هر څه روان دي دا هر څه د لويې منصوبې له مخې كېږي٬زما په فكر دا بالكل بوګس كيس دې۔۔د سې??ېټ چيئرمېن ټاكنې پھ اړه ده ووئيل موڼږ خپلو اتحاديانو سره پرون تفصيلي مشوره كړې او هغوي هم خوښي څرګنده كړې چې كه چيئرمېن لپاره د ميا رض?? رباني نوم راځي نو مونږ به يې ملاتړ كوو۔زما او د نورو اتحاديانو هم دا خواهش دے چې مونږ د چيئرمېن په چوكۍ داسې كس ليدل غواړو كوم چې د پاكستان نظام ٬آئين او قانون له عزم لري بايد د هغه سوچ غېر جمهوري نه وي۔۔ده ووئېل كه پيپلز ګوند هغه ته د چيئرمېن چوكۍ نه وركوي نو بيا به مونږ په خپل ګوند كښې دننه كانديد ولټوو كوم چې په دې ??عيار پوره خيژي۔ده ووئيل مونږ په سې??ېټ كښې ښه شمېره لرو چې كله د هغه نه دا پوښتنه وكړی شوه چې مولانا فضل الرحمان آصف علي زرداري سره ښه دوستي لري نو نواز شريف ووئيل مولانا زمونږ هم دوست دے۔