اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د سي پيك كنسورشيم آف بزنس سكولز جوړول د پاكستان او چين د اقتصادي لارې عملي كولو په اړه يو مهم قد?? دې۔ده دا خبرې د پاكستان د لوړو زده كړو كميسون تر سيوري لاندې د سي پیك كنسورشيم آف بزنس سكول په اړه د نسټ دوه ورځني كنفرنس ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔په كنفرنس كښ?? د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬د خاص مېلما پھ توګه ګډون وكړو۔په دې موقع د اېچ اي سي ايګزې??ټو ډائرېكټر ډاكټر ارشد علي د سي پیك په اړه د اېچ اي سي كنسلټنټ لېفټيننټ جنرال(ر)محمد اصغر او د چين څخه 9 او د پاكستان څخه د لسو بزنس سكولونو استازي موجود وو۔پھ خپله وېنا كښ?? احسن اقبال ووئيل چې سي پیك به د پاكستان د معيش?? بدلولو يوه ذريعه جوړه شي۔ده ووئيل چې د سي پیك په سرمايه كارۍ كښ?? 36 ارب ډالر د توان څانګې لپاره بېل كړی شوي ځكه چې توان د كوم هېواد پرمختګ لپاره د اكسي??ن حېثيت لري۔ده ووئيل چې د اقتصادي پرمختګ پھ اړه چين پاكستان لپاره يوه مثالي نمونه ده۔