اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئ??لي دي چې بايد امريكا په پا??ستان د تورونو لګولو په ځائ پا??ستان سره په ګډه كار وكړي٬ د افغانستان مسئله په جنګ نه بلكې د افغان مشرانو او افغانانو د لارې حل كېدې شي٬ پا??ستان به سيمه ايزو شراكتدارو سره په ګډه سولې او ثبات لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سوئيلي اسيا او د افغانستان په اړه د امريكائي اولس مشر لخوا په اعلان كړې شوې نوې تګلاره د بحث پېل كېدو په موقع پا??يسي بيان وركولو سره د دفاع وزير ووئيل چې پا??ستان د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پا??ېسې نوټس اخيستېِ٬ د پا??ستان نه زيات كوم بل هېواد د ترهګرې په ضد د جنګ له امله نه دې ځپل شوے۔ بايد امريكا په پا??ستان د تورونو لګولو په ځائ پا??ستان سره په ګډه كار وكړي۔ پا??ستان په سپينو ټكو وئ??لي دي چې هغه به خپله خاوره ترهګرو ته د كارولو اجازه ورنه كړي۔ ده ووئيل چې د جمو او كشمير د مسئلې د حل نه غېر په منطقه كښې امن نه شي راتلې۔ ده ووئيل چې د افغانستان مسئله په جنګ نه بلكې د افغان مشرانو او افغانانو د لارې حل كېدې شي٬ پا??ستان به سيمه ايزو شراكتدارو سره په ګډه سولې او ثبات لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ د كابينې په غونډه كښې په دې معامله بحث شوے٬ د نېشنل سېكورټي كمېټې غونډه به هم ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ كېږي په كومه كښې به چې په دې معامله بحث كولې شي۔ د دې غونډې نه پس به ايوان هم په باور كښې اخستلې شي