صوابۍ ۔14فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي سياست عبادت ګڼم۔ د خپلو اصولو ٬ د هېواد بقاﺀ ٬ د قانون سرلوړۍ او د اولس د خېر ښېګړې مې سودا كړې او نه به ??كړ??۔ موجوده حكومت د بدعنوانۍ په ضد مېنډېټ ترلاسه كولو سره راغلے دے۔ د سېنېټ ټاكنو په مهال د ووټونو خرڅوؤنكو سره به هېڅ رعايت كولے نه شي۔ ټول عمري مې د اولس خذمت كړے او سب??ؤن كښې به هم كوم۔ سېنېټ كښې د ووټ پټولو طريقه بايد ختمه كړې شي دغسې چې اولس ته هر يو په ډاګه شي۔ پخوانو خلكو د خپل ضمير سودا كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه صوابۍ كښې يو ورکرز کنونشن ته خطاب كښې ??كړ??۔ هغه ووئيل پاکستان مسلم لیګ(ن) د خپلې ناپوھۍ د لاسه اوس د قومي په ځائې سيمه ايزې پارټۍ جوړېدو پلو روانه ده۔ د پاکستان مسلم لیګ(ن) نعرې د اولس او هېواد په ګټه نه دي۔ هغه ووئيل مريم نواز په خپلو نعرو بايد اولس نه معافي وغواړي۔ هغه ووئيل هېواد ته زيان رسوؤنكي په كومه خله د هېواد د پرمختګ خبرې كوي۔ هغه ووئيل د پي آئي اے ٬ واپډا او 400 ملونو په شمول د نور?? قومي ادارو بېړه چپه كوؤنكو سره دا خبرې نه ښائي۔ هغه ووئيل د لوئے څښتن په فضل او بيا د غوره سياسي پالېسيو له كبله هېواد په ښه لوري روان دے ??وم چې د پخوا ناكامه واكمن زغملے نه شي۔ هغه خواست ??كړ?? چې د خپلو سياسي مقصدونو لپاره بايد د هېواد او اولس تقسيمولو ناكامه هڅه ونكړې شي۔