۔27 ج??وری(اے پی پی) د بي اے پي مركزي لارښود او د پي اېچ اے ٬ واسا صوبائي وزير نور محمد خ??ن دمړ وئيلي دي وفاقي حكومت د تېرو څو لسيزو نه بلوچستان سره د شوو ناانصافيو ازالې له صوبائي حكومت سره په ګډه د بلوچستان پسماندګي لرې كولو او د صوبې د لرې پرتو سيمو بنيادي مسائ?? حل كولو له خصوصي پېكجونه او مېګا پروژې منظوروي۔ هغه ووئيل پخوا وفاقي حكومت بلوچستان ته كوم خاص پام نه دې كړے او نه د بلوچست??ن د مسئلو ئې كوم ادراك لرلو۔ د بلوچستان مسئلو په حل كولو د وزیراعظم عمران خان مننه كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك سره ملاقات كښې وكړه۔ صوبائي وز??ر حاجي نور محمد خ??ن دمړ وفاقي وزير سره ملاقات كښې د هېواد په سياسي وضعه او د بلوچستان پشتون بېلټ ضلعو لپاره په خصوصي پېكج او نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خ??ن د بلوچستان پرمختګ كښې خصوصي خوښي لري او د صوبې وروستو پاتې ضلعو ته پرمختګ وركولو خصوصي پېكجز جوړوي۔ هغه ووئيل د بلوچستان بلوچ بېلټ لپاره خصوصي پېكج اعلان كړے شوے