اسلام آباد20 جنوري(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره په پاكستان كښې د متحده عرب امارات (يو اے اي) سفير حمد عبيد الزاعابي د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښي ليدلي۔ د ملاقات په مهال په دو?? اړخيزه اړيكو٬ په بېلا بېلو څانګو كښې د دو?? اړخيزه مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل پاکستان او متحده عرب امارات پخوانۍ اړيكې لري٬ د دې ژورو دو?? اړخيزه اړيكو بنياد په مذهبي، كلتوري اقدارو او د اولس په كچه په روابطو ولاړ دے۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د يو اے ا?? قيادت عمرله په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬ نزدې 16 لكه پاكستانيان په يو اے اي كښئ مېشته دي۔ خارجه وزير صحت، تعليم ،توان او انفراسټرکچر ډويلپمنټ په څانګو كښې د يو اے اي د معاونت ستائنه وكړه ۔ خارجه وزير تېر كال د يو اے اي خپلې دورې او ځائي مشرانو سره د خپلو ملاقاتونو ??ه حقله ووئيل د لوړې كچې دو?? اړخيزه وزټس سره به دو?? اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له مرسته ترلاسه شي۔ خارجه وزير كال 2021 كښې په دبئۍ كښې په كېدونكې “اېکسپو” كښې په 3500 مربع ميټر مشتمل د “پاکستاني پوېلين” په اړھ په معاونت كولو د متحده عرب امارات د قيادت مننه وكړه۔ د امارات سفير د خارجه وزير مننه وكړه او د پاكستان او يو اے اي ترمېنځه د دو?? اړخيزه اړيكو ودې لپاره ئې خوښي ښ??ار?? كړه۔