اسلام آباد۔5جن??ری (اے پی پی)د پارليماني كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئيلي دي د اروپائي ائتلاف ډس انفولېب د جعلی میډیا تنظیمونو، این جی آوز او وېب سائټس د لارې د پاكس??ان په ضد د نړيوالې رائې عامه بې لارې كولو اقدامات په ډاګه كولو سره هند د نړيوالې ورورولۍ وړاندې بې نقابه كړې دې۔ پاكس??ان په كشمير پالېسۍ او جوهري پروګرام سمجھوته كولې نه شي۔ د نهې په ورځ د خپلواكۍ حق ورځې په موقعه دستورې ته خپل خطاب كښې هغه ووئيل هند په كشمير خپله غېر قانوني قبضه نوره په ځائې ساتلې نه شي۔ ملګري ملتونه دې د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل كولو سره كشميريانو ته د خپل سباؤن پرېكړه كولو له د سپېځلې او بې پرې استصواب رائې حق وركړي۔ شهريار آفريدي ووئيل كشمير كمېټي د كشمير په ستونزه پالېسي جوړولو له ټولو فريقېنو ته ځان رسوي۔ په كشمير كمېټۍ كښې د ټولو سياسي ګوندونو نمائندګي موجود ده او كمېټي يو غږ كېدو سره د كشمير مسئلې برسېره كولو هڅې كوي۔ هغه ووئيل نن هند كښې اقليتونه هم دا خبره كوي چې د قائد اعظم لخوا د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره د يو جلا رياست پرېكړه سمه وه۔ مودي حكومت د خپل توسيع پسندانه عزائمو له امله نړۍ ته په ډاګه شوے دے۔ شهريار آفريدي په سوشل میډیا اېکټوسټ پاکستانی ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې د هندي جعلي سوشل ميډيا سائیټس جعلی پروپېګنډې مقابله كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ هغه ووئيل پاكس??ان د نوې آئي ټي آلاتو د لارې د هند توسيع پسندانه عزائم نړۍ ته د ښودلو هڅه كوي۔ هغه ووئيل پاكس??ان د كشميريانو د ستونزې د انسانيت د مشن په توګه ملاتړ كوي او د دې مقدس مشن به كومه سودا كولې نه شي۔ هغه ووئيل ضرورت ددې خبرې دے چې مونږ په كشمير د خپل ذاتي سياست نه لرې يو غږ جوړ شؤ۔ په دې موقعه د آزاد كشمير وزيراعظم راج?? فاروق حېدر ٬ پخواني سفير نفيس زكريا ٬ راجه نجابت حسېن او سيد مجاهد ګېلاني هم خطاب وكړو۔