فېصل آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلٰي خاص مرستيال ملك عمر فاروق وئيلي دي مهذب قامونه د خوشحالې تهوارونه په ګډه لمانځي او د دې په نتيجه كښې قامي رشتې او وطن سره د مينې جذبې قوي كېږي. ده دا خبرې مسيحي عملې سره يو ځاے ?? كرسمس كېك پرې كولو په مهال وكړې. په دې موقع اسسټنټ كمشنر صدر عمر مقبول هم موجود ؤ. د وزيراعلٰي خاص مرستيال سېنېټري وركرز او نورې مسيحي عملې ته د كرسمس مباركي وركولو سره دوي ??ه د ګلونو ډالې وركړې او دوي لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه. ده ووئيل د يو پاكستاني قام په توګه زمونږ خوشحالې، ستونزې او د پرمختګ موقعې يو دي