ګا??ي به يوه ورځ كښې رجسټرډ كېږي۔ خبريالانو له به د استوګنې منصوبه پېل كولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد چيف كمشنر آفس كښې خبريالانو سره خبرې
??سل??م آباد۔28 دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د ??سل??م آباد انتظاميې تنظيم نو به كولې شي ٬ سټامپ ډيوټي به كمولې او پټوار خانې به ختمولې شي۔ د اعلی معيار فوډ نائټ بازارونه به جوړولې شي ٬ ټول ګا??ي به يوه ورځ كښې رجسټرډ كېږي ٬ اي سټمپنګ به پېل كوو او خبريالانو له به د استوګنې منصوبه پېل كولې شي۔ لانګ مارچ به لونګ مارچ وي۔ اپوزیشن به په استعفو غور كوي او د سېنېټ ټاكنو كښې به برخه اخلي۔ عمران خان به اېن آر او نه وركوي۔جے یو آئی كښې دننه هم اړے ګړے روان دے۔ (ن) لیګ د ضياﺀ نامه ولې نه اخلي د كوم چې دوي پالشيان او مالشيان وو۔ پوځ ??مهوريت سره ولاړ دے ٬په سياست كښې ؤ او نه به راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ كمشنر آفس كښې د ابلاغ ذريعو استازو سره خبرو كښې وكړه۔ په سياسي صورتحال خپلو خبرو كښې هغه ووئيل مراد علی شاہ پرون د وزيراعظم بلاول نعرې لګولې ٬ په هېواد رحم وكړې ٬ انډر۔19 مه كوې ٬ په لانګ مارچ او لونګ مارچ كښې فرق وي۔ هغه ووئيل ?? اپوزيشن غړو راجمع شوې استعفاګانې كارول غېر قانوني دي۔ استعفې بايد په لاس ليكلېوي۔ كله چې د لانګ مارچ وخت راشي نو دغه وخت به ئې د مخنيوي پرېكړه كوؤ۔ هغه ووئېل آصف علی زرداری د زندانونو نه زيات وخت په روغتونونو كښې تېر كړے۔ هغه ته معلومه ده چې د زندان نه بچ كېدو له كومه تګلاره كارولې شي۔ هغه په کریمنالوجی كښې پي اېچ ډې دے او هغه ته معلومه ده چې د زندان نه به ځان څنګه ساتي۔ هغه ووئيل ?? اپوزيشن جنګ د عمران خان په ځاے نېب سره دے۔ هغه ووئيل ??سل??م آباد كښې مونږ ناكې ختمې كړي۔ د دې په ځاے به پوليس په موټر سائيكل او ګاډو كښې ګشت كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل ??سل??م آباد كښې 450 مدرسې شته ۔ د يوې دوو نه سوا ټولې پرامن دي۔ هغه ووئيل ?? ګرد هېواد خبريالانو له مې د استوګنې منصوبې جوړولو هدايت كړے۔ پرنټ و الېکټرانک میډیا سره تړون لرونكو ټولو خبريالانو او كېمره مېنانو ته به د خپلې ټاكلې باډي د لارې پلاټ وركولے شي۔ دا منصوبه به وېړيا نه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل مسلم لیګ (ن) د جنرل ضیا نامه ولې نه اخلي۔ دا د ګېټ 4 پیداوار دے۔ پوځ ??ياست كښې دے او نه به راشي۔ پوځ ??مهوريت سره ولاړ دے۔ هغه ووئيل ??مران خان به دوي له اېن آر نه وركوي۔ د نېب اداره به نه ختمېږي او هغې سره به د قانون له مخې سلوك كولې شي۔