دبئۍ 18 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په ابو ظهبي كښې د شېخ زېد ګرينډ جومات دوره كړې او په دې م??قع خارجه وزير د خپل پلاوي سره د جمعې م??نځ په ګرېنډ جومات كښې ادا كړے۔ په يو اے اي كښې د پاكستان قونصل جنرل احمد امجد علي او په ابوظهبۍ كښې د پاكستان سفارت ناظم الامور امتياز احمد ګوندل هم خارجه وزير سره ملګري وو۔ په دې م??قع خارجه وزير جومات سره پېوست د ارواښاد شېخ زاېد بن سلطان آلنهيان مزار ته هم لاړو ۔ ده د ارواښاد مشر د نړۍ د بېلا بېلو قامونو ترمېنځه د روادارۍ او د شريك سوله ايز سباٶن د پېغام هم تذكره وكړه۔ وفاقي وزير د جومات د بېلا بېلو برخو دوره وكړه۔ په دې م??قع د جومات ډائرېكټر جنرل ډاکټر يوسف العبېدي خارجه وزير د جومات تاريخ او د دې په جوړولو كښې د استعمال شوو څيزونو او فن تعمير په اړه خبر كړو۔ دغسې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د جومات د ط??ز تعمير او فني ښكلا ستائنه وكړه۔