اسلام آباد27اکتوبر (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د کشمیریانو سیاسی ، سفارتی او اخلاقی مرسته روانه ساتلو له د عزم پخلې كول?? سره وئيلي دي تر څو چې کشمیریانو ته د خپلواكۍا حق نه وي ترلاسه شوے تر هغې به پاکستان د هغوي مرسته روان ساتي۔ ده د نهې په ورځ خارجه دفتر كښې د هند د ظلم او بربریت په اړھ د تورې ورځې په حقله دستورې ته وينا كوله۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل د نيمې اوچې وېش په وخت د كشمير مسئله د کشمیر په شخړه بدله شوې ، کشمیر كښې د مسلمانانو د اکثریت په وجه هغه د پاکستان برخه ګڼلے كيږي۔ ده ووئيل کشمیریان د ظلم ،جبر او بربریت په ضد په مړانه او مستقل مزاجۍ سره ولاړ دي،مونږ باور وركوو چې د پاکستان حکومت او اولس به د کشمیریان?? سره ولاړ وي او دغسې هر كال به 27 اکتوبر په بشپړه ډول د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ ده ووئيل ??لګرو ملتونو د كشمير مسئلې حل كولو له قرادادونه منظور کړې خو د بده برغه په دغه قراردادونو عمل درآمد نه دے شوے۔ ده ووئيل ??ول كشميريان د هندي ظلم زغمل?? سره سره قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل ??ه 5 اګست 2019 هند د غیر آئینی اقدام سره د کشمیر آئینی حیثیت بدل كړے، د پاکستان سره سره ضمیر لرونكو هېوادونو د هند د دغې اقدام په ضد احتجاج کړے۔ده ووئيل ??زیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په غونډه كښې د وېنا په مهال د ملګرو ملتونو په قراردارونو د عمل درآمد نه كولو نتيجو څخه نړۍ خبر كړې۔وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل د پاکستاني اولس زړونه د کشمیریان?? سره درځيږي،پاکستانے اولس باور لري چې چې ډير زر به کشمیر كښې ظلم ، جبر او بربریت ختم شي او کشمیر به آزاد شي۔ ده ووئيل د کشمیر مېړنے اولس د 400 ورځو راهسې د هند غیر قانونی اقدام او تسلط په مړانه مقابله كوي۔(SFA)