اسلام آباد ۔ 22 ستمبر (اے پی پی) د كشمير او ګ??ګت بلتستان چ??رو وفاقي وزير علي ا??ين ګنډاپور وئيلي دي وفاقي حكومت ګلګت بلتستان كښې پرمختيائي منصوبې په ترجيحي بنيادونو بشپړوي۔ ګلګت بلتستان به سباؤن كښې د معاشي مركز په توګه رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګلګت بلتستان لنډ مهاله و??ير??علی مير افضل سره خبرو كښی وكړه چا چې وفاقي وزير سره د نهې په ورځ ملاقات كولو۔ ملاقات كښې ګلګت بلتستان كښې د امن او روانو منصوبو په حقله خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل وفاقی حکومت ګلګت بلتستان كښې پرمختيائي منصوبې په ترجيحي بنيادونو ترسره كوي۔ ګلګت بلتستان به نزدې سباؤن كښې د پاكستان د معاشي مركز په توكه رامخې ته شي۔ ده ووئيل د سي پېك ٬ سېلګرۍ او معدنيات په لړ كښې ګلګت بلتستان بلها صلاحيت لري۔ د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ په اړه د وفاقي حكومت هڅې د ستائنې وړ دي