اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) وفاقي کابينې د حكومت كوټلې لائحې په سبب د كرونا وائرس په مجموعي كېسونو او د مرګونو شرح كښې په كمي او د كرونا وائرس په نه خپرېدو د اطمينان څرګندونه كړې ده او اولس ته ئې غږ كړے چې ھغوي د لوي اختر او محرم الحرام په مهال د كرونا وائرس څخه بچ كېدو ل??ار?? په اېس او پيز او په ګائيډ لائنز سل فيصده عملدرآمد باوري كړي، و??اقي کابينې پرېكړه كړې چې په پنځم اګست به مقبوضه كشمير كښې د هندي اقداماتو بشپړه غندنه كولې شي، وزيراعظم عمران خان به د کشمير دوره كوي او د سېنېټ به هم خاص غونډه كولې شي، و??اقي کابينې تېره مياشت د پټرولو د كمي پلټنو ل??ار?? د كمېشن جوړولو منظوري هم وركړې ، كابينې ته وئېلے شوي هېواد كښې د غنمو٬ اوړو٬ او چينو كمے نشته، د ذخيره اندوزو په ضد كاروائۍ ل??ار?? ضلعي انتظاميې ته امر شو?? ، د يورو فائيو پيټرول وركړه به راتلونكې مياشت څخه پېل شي، کراچۍ كښې د بارانونو نه پس د سېورېج نظام بيخي فېل شو?? ، وزيراعظم عمران خان خبريالانو او ميډيا وركرز ته د تنخاګانو او بقاياجاتو په نه وركولو د سخت خفګان څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل پيپلز ??ار??ۍ د سندھ پشمول د كراچۍ پرمختګ ل??ار?? هېڅ كار نه دے كړے، و??اقي حکومت د کراچۍ اولس د سندھ حكومت په رحم او كرم نشي پرېښودے، کراچۍ كښې حكومت د اتحادي ګوندونو صوبائي او د قامي اسمبلۍ ??ار??ماني غړو ته امر كړے چې ھغوي د كراچۍ اولس سره په تماس كښې وسي او د سېوريج نظام بهترۍ ل??ار?? وفاق لهه تجويزونه وركړي۔ ده ووئيل د بارانونو نه پس د سندھ حكومت د نااهلۍ واضح ثبوت رامخې ته شو?? ، و??اقي حکومت به كراچۍ ل??ار?? چې څه كېدے شي تر ممكنه حده به كوي۔ ده ووئيل پخوانو واكمنو د اربونو روپو فنډز چرتا استعمال كړے، کراچۍ كښې د سېورج نظام نشته، د سندھ حکومت له پكار دي چې ھغوي د سندھ د اولس ستونزې لرې اكړي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئېل د كابينې غونډه كښې وزيراعظم عمران خان په نيا پاكستان هاٶسنګ سكيم د اطمينان څرګندونه كړې او د حکومت ريليف اقداماتو په سوب د تعميراتي څانګې په اړه هلې ځلې پېل شوي، د جائيدادونو بيعه كښې بهتري تر نظره شو?? ۔ وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د ځېنې ميډيا او ورځپاڼو مالكانو خپلو وركرانو ته تنخاګانې نه دي وركړي ،وزيراعظم د ميډيا مالکانو لخوا وركرانو ته د نتخاګانو په نه وركولو د حشم او خفګان څرګندونه كړې۔ ده ووئيل وفاقي كابينې تېره مياشت د پټرولو د كمي انكوائرۍ ل??ار?? تحقيقاتي کمېشن جوړ كړے چې پكښې به د اېف آئي اے اېډېشنل ډائريکټر جنرل ،اټارټي جنرل ، د اېف آئي اے، اېنټي کرپشن او د پټروليم وزارت نمائندګان شامل وي۔ ده ووئيل وفاقي کابينه د يورو فائيو پيټرول معيار په اړه خبر كړې شو?? ، د يورو فائيو پيټرول معيار په نړۍ كښې استعمالېږي په دې كښې سلفر كم وي او د دې په ماحول مثبت آثر مرتب كېږي۔