اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي هند د چين او پاكستان په اقتصادي لاره كښې خنډان راپې??ا كوي، د هند متشدد رويه سيمه ايز امن او استحكام لپاره خطري ده. ده دا خبرې د زيارت په ورځ پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ سره ايوان صدر كښې د ملاقات كولو په م??ال وكړې. صدر ووئيل پاكستان چين سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري، چين په سخت وخت كښې تل د پاكستان ملګرتيا كړې. ده باور وركړو چې پاكستان به د يو چين پالېسې ملاتړ روان ساتي. پاكستان به د چين د قومي ګټ?? په م??مو چارو چې پكښې د هانګ كانګ، تبت او تائيوان معاملې شاملې دي ?? چين ملګرتيا كوي. د چين سفير د هانګ كانګ او د قومي ګټ?? په نورو چارو د هېواد د دريځ په م??اتړ كولو د پاكستان حكومت مننه وكړه. ده ووئيل د چين اولس او مشرتابه د كورونا بحران په م??ال د چين ملاتړ او د پاكستان چين اړيكو ودې لپاره د صدر ډاكټر عارف علوي كردار ستائيلے. صدر ډاكټر عارف علوي د كورونا وبا نه پس د چين دوره كونكے وړومبنے صدر ؤ. د چين سفير د ډاكټر عارف علوي په سالګره د چين اولس مشر شي جنګ پنګ لخوا د مباركې پېغام هم ورسولو. صدر ووئيل د پاكستان او چين ترمېنځه د انفارمېشن ټېكنالوجې، معيشت او د دفاع په څانګو كښې د مرستې لا زياتولو ضرورت دے. د ملاقات په م??ال رامخې ته كېدونكې سيمه ايز صورتحال تر مخه د ستراتېژيكي مرستې په پراخه كولو زور راوړلے شو. صدر د كورونا وبا په م??ال د چين په مرسته او د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې په م??بوضه جمو كشمير كښې د هند د غېر قانوني يو اړخيزه اقداماتو په ضد په م??اتړ كولو د چين مننه وكړه