اسلام آباد ۔ 23 مئی (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د سائنس او ټېكنالوجي وزارت له مخې د اتوار په ورځ به پاكستان كښې وړوكې اختر وي۔ د سائنس او ټېكنالوجي وزارت له مخې د اتوار په ورځ به پاكستان كښې د وړوكي اختر اولنۍ ورځ وي۔ سانګھړ ،بدین، ټھټھه او پسنی كښې به مياشت 36 دقيقې دپاسه 7 بجو څخه تر 14 دقيقو دپاسه 8 بجو په نظر راتلې شي۔ په دې سيمو كښې به د مياشت عمر 20 ساعته ??ي۔ په پېښور كښې نن مياشت په نظر راتلې نه شي۔ ده ووئيل نن به د نمر پرېوتو نه وروستو سپو??مۍ د دوربين د لارې ښكاره په نظر راځي۔ مونږ وړاندېزونه وزيراعظم آفس ته ??ېږلې دي هغه چې څه هم پرېكړه وكړي عمل به پرې كولې شي۔ ده ووئيل د سائنس ترقۍ سره د سپو??مۍ ليدل ډېر آسان شوې دي۔ د خالي په ورځ د سائنس او ټېكنالوجي وزارت كښې خبري كنفرنس كښې وفاقي وزير ووئيل 2020 كښې د كورونا وائرس چېنلج سره مخ يؤ او كه لوئے څښتن ته ??نظور وي مونږ به دې سخت وخت څخه وځو۔ ده ووئيل د پاكستان جوړېدو نه وروستو د سپو??مۍ ليدلو په اړه ستونزه راروانه ده۔ په كال 1974?? كښې رویت هلال کمېټی جوړه كړې شوه ولې د دې كمېټۍ غونډه متنازع پاتې شوې ده۔ ده ووئيل د قاسم علی خان جومات خطيب هر كال د ځانله اختر كولو اعلان كوي او هلال كمېټي ځانله اعلان كوي۔ اوس د سپو??مۍ ليدل مسئله نه ده پاتې شوې۔ ده ووئيل دا ځل سپو??مۍ په ټوله نړۍ كښې په يوه ورځ راوتلې ده۔ ده ووئيل د سائنس او ټېكنالوجي وزارت د سپو??مۍ ليدلو له اېپ هم معارفي كړې دې۔ده ووئيل سانګھړ ،بدین، ټھټھه او پسنی كښې به مياشت 36 دقيقې دپاسه 7 بجو څخه تر 14 دقيقو دپاسه 8 بجو په نظر راتلې شي۔ په دې سيمو كښې به د مياشت عمر 20 ساعته ??ي۔ ده وويل نن د اتوار په ورځ د مئي په 24 مه نېټه د ټولې نړۍ اسلامي هېوادونه د اختر وړومبۍ ورځ لمانځي۔ ده ووئيل پاكستان كښې پاتې كېدو سره به د خپل هېواد په قانون عمل كول وي۔ ده ووئيل وزارت خپل سفارشات وزیراعظم آفس ته ??ېږلې دي۔ وزيراعظم چې كومه هم پرېكړه وكړي عمل به پرې كولې شي۔ ده ووئيل دا ځل به ټوله نړۍ كښې اختر په يوه ورځ لمانځلې شي