اسلام آباد 13 مئي (ا?? پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پنجاب وزيراعلٰې عثمان بزدار او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر د چينو په اړه جوړ كمېشن ته په وړاندې كېدو د قا??ون د احترام يو مثال جوړ كړے، دا خبره په عملي توګه ثابته شوې چې په نوي پاكستان كښې قا??ون د كسانو نه بلكې كسان د قا??ون تابع دي، احتساب د جمهوريت بنيادي برخه ده۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل د خود احتس??بۍ داسې مثال په ماضي كښې نه موندلې كېږي، په ماضي كښې د تحقيقاتي ادارو بې توقيري شوې، مغليه جاه او جلال سره به پيشۍ كېدلې او دننه د سوالونو د ځوابونو وركولو په ځاے به بهر د تحقيقاتي ادارو نه سوالونه كېدل ځكه چې دو?? به د قا??ون احترام د خپل سهولت له مخې كولو