اسلام آباد ۔ 15 اپریل (اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان وئيلي دي كوم هم حكومت ځانله د كورونا په ډول د لوي چېلنج مقابله نشي كولې ۔ د شتمندو عطيات او د فلاحي تنظيمونو بشپړه مرستې سره حكومت د ګرد هېواد ټولو طبقو ته د رسېدو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د سېلاني وېلفېئر ټرسټ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د تخفيف غربت او سماجي ??حفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر او د پناه ځايونو فوكل پرسن نسيم الرحمن هم موجود وو۔ پلاوي د كورونا وائرس موجوده صورتحال كښې د وفاقي حكومت او په خاص توګه د وزيراعظم عمران خان لخوا بې وزله طبقې له د ريليف رسولو هڅې اوستائلې۔ پلاوي ديهاړي مارو له د تعميرات او نورو بېلو صنعتي هلو ځلو په اجازه وركولو حكومتي پرېكړې ستائنه كولو سره وو??يل دې سره به د كاروباري ډلې ستونزې كمې شي۔ پلاوي وزيراعظم د سېلاني وېلفېئر ټرسټ لخوا مستحقو وګړو ته خوراك وركولو او د زده كړو په شمول د خېر ښېګړې نورو هلو ځلو نه خبر كړو۔ وزیر اعظم ته وو??يل شول د سېلاني وېلفېئر ټرسټ لخوا ګرد هېواد كښې 112 لن??ر خانې جوړې كړې شوي ۔ وزیرِ اعظم عمران خان د سېلاني وېلفېئر ټرسټ د سماجي ??ذماتو ستائنه كولو سره وو??يل دا ډول وګړي او فلاحي تنظيمونه زمونږ د ټولنې اصل طاقت او روښانه مخ دے۔ ده وو??يل زمونږ اولس د هر سخت وخت په استقامت او زړه ورتيا مقابله كړې بلكې د كمزورو ډلو خېر ښېګړه كښې ټول قام بشپړه برخه اخستې ۔ وزيراعظم وو??يل كوم هم حكومت ځانله د كورونا چېلنج مقابله نشي كولې ۔ده وو??ېل د شتمندو عطيات او د فلاحي تنظيمونو بشپړه مرستې سره حكومت د ګرد هېواد ټولو طبقو ته د رسېدو عزم لري