اسلام آباد ۔ 4 اپرسل (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د ??مر??كا لخوا د ډینیل پرل کېس حوالې سره رامخې ته كېدونكي تحفظات فطري دي۔ د خالي په ورځ د ډینیل پرل کېس حوالې سره په مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل ډینیل پرل يو نوموړې خبريال وو۔ اول خو دې تاوان لپاره وتښتولې شو او بيا ووژلې شو۔ دا خبر ټوله نړۍ كښې پېل شو او پاكستان ته هم ګوتې و??يو??ې شوې۔ په مونږ ټكونه وكړې شول۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ ??ښې لويې قربانۍ وركړې دي۔ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو اوږد جنګ ??ړې او دې ته ئې ماتې وركړې۔ ده ووئيل د ډینیل پرل کېس كښې تورن و??يو??ې شول ٬ مقدمه وچلېده او په آخر كښې درې تورنو ته د قېد او مركزي تورن شېخ عمر ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ ده ته د اپېل حق ترلاسه وو۔ سندھ هائي كورټ اپېل منلو سره د حېدر آباد كورټ لخوا درې تور??نو ته وركړې شوې سزا معطل كولو سره دوئي بري او د شېخ عمر سزا ئې په 7 كاله زندان كښې د بدلولو احكامات جاري كړل۔ دې پرېكړې سره اندېښنه رامخې ته شوه۔ خارجه وزير ووئيل سندھ هوم ډيپارټمنټ د پبلك سېفټي ترسېوري لاندې 90 ورځو له د تورنو د نظربند ساتلو او د سندھ هائي كورټ د پرېكړې په ضد د اپيل كولو پرېكړه وكړه۔ د اپیل فورم موجود دې اوس دا اړوند عدالت له كتل دي چې هغه د سندھ هائي كورټ پرېكړه په ځائې ساتي يا دا كالعدم ګرځوي۔