كنديا/اسلام آباد 23 فروری (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ونې كرل د نبي كريم ﴿ص﴾ سنت دے، پاكستان لپ??ره ونې كرل څومره مهم دي، ځوانان او زمونږ بچي د دې احساس نه لري، په پاكستان كښې مې د ځنګلاتو تباه كېدل په خپلو سترګو ليدلي دي، د كنديا د ځنګل تحفظ د ځائي خلقو ذمه واري ده، د پنجاب وزيراعلٰی دې په ځنګلاتو قبضه كوونكي په زندان كښې واچوي، حكومت په ډېره اسماعيل خان كښې په وېجاړه زمكه چې كله و??ې وكرلې نو وېجاړه سيمه د تفريح ځائ جوړ شو، مونږ ته د تعليم، روغتيا او د څښكلو د اوبو نظام بهتر كول دي، د پاتې سيمو پرمختګ زما مشن دے، زما وژن د قائداعظم محمد علي جناح وژن دے، زما مشن پاكستان فلاحي رياست جوړول دي، په تېر وخت كښې لوي كرپټ خلق پرېښودلې شول او وړوكي نيول معمول و خو اوس مې د پنجاب آئي جي ته د لويو ډاكوانو او غلو په ضد كارروائې لپ??ره وئيلي دي. د اتوار په ورځ په كنديا كښې د ګرين پاكستان كمپائن له مخې د پسرلي د ونو نال كولو د كمپائن پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې نن زه دلته يو خاص مقصد لپ??ره راغلې يم ځكه چې زمونږ بچو او ځوانانو ته د دې خبرې احساس نشته چې پاكستان لپ??ره د ونو كرل څومره اهميت لري. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د ټول هېواد په سكولونو كښې د تعليم د يو ډول نظام خواهش لرو. ده و??ئيل چې كوم ځنګلات انګرېز پرېښي وو، پكښې كمې راغلې، دا هېواد د دوي نه و خو دوي ??نګلات جوړ كړي. نن افسوس سره وايم چې كوم ځنګلات انګرېز پرېښي وو ، هغه مونږ تباه كړي دي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د كنديا دا ځنګل هم انګرېز جوړ كړے و او تقريباً په 20 زره اېكړه زمكه ئې ځنګل پرېښې و چې پكښې تقريباً په 10 زره اېكټړه رقبه و??ې كرل شوې شوې وې. ده و??ئيل چې په ماشومتوب كښې مې په كنديا كښې يو لوي ??نګل ليدلې و او نن هم راته ياد دے خو چې نن مې د چورلكې نه و??تل ونې په نظر رانغلې. په ځنګل كښې ونې نشته يعني ټول ځنګل تباه كړې شوې. ده و??ئيل چې په پاكستان كښې اولس ته د ځنګلاتو د اهميت اندازه نشته، ځنګلات مونږ لپ??ره ډېر ضروري دي. وزيراعظم ځوانانو ته و??ئيل چې ځنګلات ستاسو سباٶن لپ??ره ډېر ضروري دي. وزيراعظم ووئيل چې په سكولونو كښې دې ماشومانو ته وښودل شي چې ونې كرل دې هېواد لپ??ره څومره اهميت لري. ده و??ئيل چې لوي ??ښتن مونږ ته داسې هېواد راكړې او داسې نعمتونه ئې راكړې دي خو افسوس چې مونږ ئې مننه و??ه كړه. ده و??ئيل چې په اولس كښې څومره خلقو ته معلومه ده چې لوي ??ښتن پاكستان ته 12 موسمونه وركړي دي. ده و??ئيل چې د نړۍ داسې كوم هېوادونه دي چرته چې 12 موسمونه و??. وزيراعظم ووئيل چې زمونږ په هېواد كښې هر ډول څيز او مېوه پېدا كېدے شي او د دې نه علاوه لوي ??ښتن چې مونږ ته كوم دريابونه راكړي دي كه مونږ ئې صحيح استعمال كړو نو پاكستان ټولې نړۍ ته غله وركولې شي. وزيراعظم ووئيل چې د نړۍ عظيم ترين انسان حضرت محمد ﴿ص﴾ مونږ ته د ونو كرلو هدايت كړے. ده و??ئيل چې مسلمانانو په ټوله نړۍ كښې باغونه او ونې كرلې دي ځكه چې زمونږ د نبي﴿ص﴾ حكم و كوم چې زمونږ بهترې لپ??ره و. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې زما عمر د پاكستان نه پنځه كال كم دے او ما پخپله ليدلي دي چې په پاكستان كښې مونږ ځنګلات تباه كړي دي. وزيراعظم ووئيل چې په تېر وخت كښې هېواد كنګال او مقروض كړے شوے و خو مونږ په پنجاب كښې 50 لكه كورنيو ته د روغتيا كارډونه وركړي دي. په پنجاب كښې به 60 لكه كسانو ته د روغتيا كارډونه وركوو او په خېبر پښتونخوا كښې به ټولو ته كارډونه وركولې شي. ده و??ئيل چې د ه??واد غريبانو ته به كفالت ك??رډ وركولې شي، دوي ته به هره مياشت پېسې وركوو. وزيراعظم ووئيل چې هره مياشت به 80 زره كسانو ته د سود نه بغېر قرض وركوو. په يو كال كښې به 50 زره ځوانانو ته تعليمي سكالرشپس وركولې شي. د كليوالو سيمو مېرمنو ته به غواګانې، مېښې او چرګې وركولې شي چې دغسې دوي خپل آمدن زيات كړے شي. ده و??ئيل چې د پاكستان د وروستو پاتې سيمو پرمختګ سره به يو فلاحي رياست جوړ شي.