اسلا?? آباد 17 فروری (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس وئېلي دي چې د كشمير مسئله مونږ لپا??ه د اندېښنې وړ ده٬د كشمير شخړې په لړ كښې ملګري ملتونه د ثالثۍ كردار ترسره كولې شي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ځانګړی كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د پارليمان د خارجه كمېټو مشرانو او د پارليمان غړو سره په خبرو كښې وكړه۔د پارليمان غړو د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره خارجه وزارت كښې شريك ملاقات وكړو۔خارجه وزير معزز مېلما س??ه د سېنېټ د خارجه چارو ك??ېټۍ چيئرمېن مشاهد حسېن سيد٬سيد فخر اما?? او د نورو غړو سره معرفي كړو۔د پارليمان غړو عمومي سېكتر د كشمير اوسني صورتحال نه خبر كړو۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكترووئيل چې څو ځله پاكستان ته راغلے يم٬د دې دورې مقصد پاكستان س??ه د يو والي څرګندونه ده۔پاكستان امن سره مينه لرونكې هېواد دے۔ده ووئيل چې د كشمير مسئله مونږ لپا??ه د اندېښنې وړ ده٬د كشمير شخړې په لړ كښې ملګري ملتونه د ثالثۍ كردار ترسره كولې شي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ځانګړی كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔