لاهور 15 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې هېواد اېشين ټائيګر نه بلكې د مدينې رياست په اصولو د چلولو لوظ مو كړے و، هغه لوظ به پوره ك??م، د رياست مدينه وړومبې اصول د انسانيت ??ېر ښېګړه ده، د ټولنې د ټولو كمزور طبقو ذمه واري د رياست وي، د غريب وګړي مشكلات كتلو سره مو د شوكت خانم جوړولو پرېكړه كړې وه، د هېلتھ انشورنس كارډ په وجه په خېبر پښتونخوا كښې اولس په دويم ځل اقتدار او اكثريت ??اكړے، په پنجاب كښې 50 لكه ك??رنيو لپاره د صحت انشورنس كارډ اجرا شوې، د دې پ اجرا ډاكټر ياسمين راشد ته ??باركي وركوم. وزيراعظم عمران خان دا خبرې د خالي په ورځ ??ه لاهور كښې د انصاف صحت سهولت كارډ وېشتلو دستورې ته ??ه خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په ميو روغتون كښې مو چې كله وكتل چې يو عام وګړې د دارو په ترلاسه ك??لو كښې څومره ستونزو سره مخ كېږي، نو پرېكړه مې كړې وه چې د كركټ نه پس به خپل ژوند د داسې خلقو خدمت لپاره تېروم. ده ووئيل چې د برتانيې د خلقو د تعليم ،روغتيا او روزګار ذمه واري حكومت پوره ك??ي. ده ووئيل چې په خېبر پښتونخوا مونږ د روغتيا كارډونه معرفي كړل، د كوم ځائ خلق چې په دويم ځل څوك نه منتخب كوي خو د روغتيا كارډونو په وجه مونږ اقتدار او اكثريت ??رلاسه كړو. د هغه ځائ خلقو ته ??علومه شوه چې فلاحي رياست څه شې وي. ده ووئيل چې يو شمېر چېنلې د پلان له مخې شپه او ورځ پروپېګنډا كوي، خو دوي ته ??ئيل غواړم چې د مدينې رياست په وړومبې ورځ رياست نه و جوړ شوے. مسلمانانو سخت ژوند تېر كړو، جنګونه ئې وكړل او بيا د مدينې رياست جوړ شو. وزيراعظم ووئيل چې د روغتيا كارډونه د مدينې رياست په پلو يو قدم دے، مونږ ته خپلې كمزور طبقې پورته ك??ل دي او هم دا وجه ده چې مونږ نجي روغتون جوړونكو ته اسانيې وركړې دي او د مېډيكل آلاتو نه مو ډيوټي ختم كړے. ده ووئيل چې د روغتيا په كارډ د پاكستان په ك??م هم روغتون كښې غريب وګړې علاج كولې شي كوم لپاره چې مونږ مراعات وركړي دي، اوس به نجي روغتونونو ته ??م مراعات وركوو چې دغسې زيات روغتونه جوړ شي. ده ووئيل چې چرته د سزا او جزا نظام وي، نو هلته ??ظام ښه كېږي. ګني غريب په سركاري روغتون كښې او امير په نجي روغتون كښې او زياتې پېسې لرونكي خلق ??ه لندن كښې علاج كوي. وزيراعظم دا تاثر غلط وګرځولو چې ګني د روغتونونو نجكاري كېږي او وې وئيل چې دا نجكاري نه بلكې خودمختاري ده. وزيراعظم ووئيل چې له بده مرغه ك??ه چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو د روپې قدر پرېوتو، تجارتي خساره 40 ارب?? ډالر وه. د دې څخه وړاندې دستورې ته د پنجاب ګورنر، وزيراعلٰی او د روغتيا صوبائي وزيرې هم وېنا وكړه.