اسلام آباد ۔ 6 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د جنرال قاسم سلېمانی د وژنې پېښه جدي معامله ده۔ ټول پاكستان په دې اندېښنه لري ۔ دې سره دا منطقه لا عدم استحكام سره مخ شوې۔ په عراق او سوريه ??ښې د عدم استحكام امكانات زيات شوي ۔ افغان امن عمل هم ځپلې كېدې شي۔ په اوسنۍ پېښه د پاكستان غبرګون ??ښې هېڅ ابهام نشته۔ پاكستان د كوم يو اړخيزه ګام ملاتړ نه كوي۔ طاقت كارول د كومې مسئلې حل نه دے۔ دا شخړه دې په سفارتي توګه او د نړيوال قوانين له مخې هواره كړې شي۔ دا منطقه كوم نوې جنګ زغملې نه شي۔ د جنګ به د پاكستان په شمول په ټوله منطقه خطرناك اغېز پرېوزي۔ د پاکستان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد اونه كارولې شي۔ پاکستان به كومه سيمه ايزه شخړه ??ښې برخه نه اخلي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه ??ښې پالېسي بيان ??ښې ده ووئيل دا منطقه اوږدې مودې څخه تاؤ تريخوالي او عدم استحكام سره مخ پاتې ده۔ او د دې بنيادي سوب دلته يو شمېر هغه مسئل?? دي كومې چې بايد حل كړې شي ولې دې پلو پام لرنه نه ده شوې چې په نتيجه ??ښې ئې دغه مسئلې زياتې شوي۔ ده ووئيل د دسمبر په 27 مه نېټه د عراق په بېس راكټ بريد ??ښې يو امريكائي کنټرېکټر وژلې شوې او د امريكائي عملې دوه اهلكار ژوبل شوي وو۔ په 29 دسمبر د امریکائي غبرګون په نتيجه ??ښې په امريكنيانو د بريد كوؤنكې مليشياﺀ 25 كسان مړه او 25 څخه زيات ژوبل شوي وو۔ دغې څخه وروستو د امريكائي سفارت وړاندې احتجاج وكړې شو۔ ده ووئېل دغې څخه وروستو سږ كال په اولنۍ نېټه امريكې د دې احتجاج ذمه وار ايران او د ايران جنرال قاسم سلېماني د پېښې منصوبه ساز او ماسټر مائنډ وګرځولو۔ ده ووئېل د جنورۍ په 3 مه نېټھ جنرال قاسم د ډرون بريد په نتيجه ??ښې د عراق ځائي مليشياﺀ دوهم كمانډر ابو مهدي المهندس او ??ور?? 9 كسانو سره ووژلې شو۔ خارجه وزير ووئيل دا صورتحال د اندېښنې وړ دے ۔ پوهان وائي چې د دې پیښې اغېز به په كال 2011ﺀ ??ښې په اسامه او په كال 2019ﺀ ??ښې د داعش په مشر ابوبكر البغدادي د ترسره شوي بريد نه زيات سخت وي۔ د امريكائي ډرون بريد نه وروستو عراق او ايران ??ښې خلق لارو ته راوتي او احتجاج كوي۔ ده ووئېل د ايران حكومت د سلامتي كونسل بېړنۍ غونډه رابللې۔ د خالي په ورځ د قاسم سلېماني د جنازې لمونځ ??ښې لوئې شمېر كسانو ګډون كولو سره د خپل رد عمل څرګندونه كړې ۔ د اتوار په ورځ د عراق پارلېمان بېړنۍ غونډه وشوه او د عراق پارلمان يو قرارداد منظور كړو چې عراق كښی موجوده غېر ملكي عسكر بايد عراق څخه ا وځي۔ ده ووئېل قرارداد ??ښې دا هم ووئيلې شؤي چې د عراق خارجه وزير دې ملګرو ملتونو ??ښې د امريكې بريد په ضد احتجاج ريكارډ وكړي ولې جې دا بريد د ملګرو ملتونو د منشور او قراردادونو په ضد دے۔ شاه محمود قرېشی ووئيل د جنورۍ په 3 مه نېټه پاکستان خپل نكته نظر وړاندې كړو۔ د اتوار په ورځ مو ټولو مهمو خارجه وزيرانو سره تماس ونيولو۔ د ايران خارجه وزير سره مو تفصيلي خبرې وكړې او د هغه نكته نظر مو واورېدو او د پاكستان دريځ څخه مو خبر كړو۔ ده ووئېل د يو اے اي ٬ تركيه او سعودي عربستان خارجه وزيرانو سره مو هم خبرې وكړې۔ چين سره هم رابطه ??ښې يؤ۔ ده ووئيل د ایران مشر لارښود آیت اللہ خامنہ ای په ښكاره توګه د بدل اخستو وئېل?? دي ۔ ټول ايرانې اولس په دې حقله په غم او غصه ??ښې دے ٬ بلخوا د ايران رد عمل په صورت امريكې د سختې ځوابي كارروائۍ كولو دړكې وركړې چې ورسره د منطقې صورتحال ??ښې تاؤ تريخوالې لا زيات شوې ۔ ده ووئيل د جنرال قاسم سلېمانی د وژنې پېښه جدي معامله ده۔ ټول پاكستان په دې اندېښنه لري ۔ دې سره دا منطقه لا عدم استحكام سره مخ شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئېل په عراق او سوريه ??ښې د عدم استحكام امكانات زيات شوي ۔ افغان امن عمل هم ځپلې كېدې شي۔ د يمن حوثي ياغيان په سعودي عربستتان بريد كولې شي۔ آبنائے هرمز بندېدې شي چې ورسره به د تېل په رسنه اغېز پرېوزي۔ او دې سره د پاكستان معيشت هم ځپلې كېدې شي۔ ده ووئېل ايران اتومي لوظنامې 2015ء څخه وتلې شي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ ??ښې بلها ځاني او مالي قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل تېر كال 2019ء د ??ور?? كلونو په مقابل ??ښې د امن په اعتبار سره ډېر ښه پاتې شوې۔ ده ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم وړاندې څخه يو والې نه لري۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د او آئی سی يو والي له هڅې كوو دغسې چې د كشمير په مسئله د هند په ضد د او آئي سي فورم څخه اثر لرونكې غږ پورته كړې شي ولې چې هند په هره معامله تل د پاكستان مخالفت كړې ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په ختيزه پوله زمونږ اندېښنه زياته شوې او هند فالس فلېګ آپرېشنل كولې شي۔ ده ووئيل په اوسنۍ پېښه د پاكستان دريځ ښكاره دے۔ پاكستان دا ګڼي چې په موجوده صورتحال ??ښې كه داسې كوم غبرګون رامخې ته شي چې ورسره د منطقې امن او استحكام ځپلې كېږي نو دا به د پاكستان په ګټه نه وي ولې چې دا ډول پېښې قامي اقتصادي ايجنډې ته زمونږ په پام اغېز پرېباسي۔ ده ووئيل پاكستان د كوم يو اړخيزه ګام ملاتړ نه كوي۔ طاقت د كومې مسئلې حل نه دے۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو په منشور ??ښې د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په حقله د واضحه شوو اصولو خيال ساتلو ته تر ټولو اول پام لرنه كوي۔ ده ووئېل په موجوده ضورتحال ??ښې بايد ټولو فريق د صبر او زغم څرګندونه وكړي۔ د ايران د خفګان اندازه ده ولې مونږ دا خبره په ډاګه كول غواړو چې داسې كوم ګام دې پورته نه كړې شي چې ورسه تاؤ تريخوالې زيات شي۔ ده ووئېل دا معامله بايد په سفارتي توګه او د نړيوالو قوانين ترمخه حل كړې شي۔ دا منطقه نوې جنګ زغملې نه شي۔ ده ووئيل د اړوندو فريقو ترمينځھ د غلط فهمو لرې كولو له به خپل كردار ترسره كوو۔ خارجه وزير ووئيل په موجوده صورتحال ??ښې به نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو او د ملګرو ملګرو ملتونو عمومي سېكتر له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل پاكستان په دې صورتحال ژور نظر لري۔ خارجه دفتر ??ښې مانيټرنګ له خصوصي ټاسك فورس جوړ كړې شوې ۔ ده ووئيل پاكستان ټولو اسلامي هېوادونو سره اړيكې مهمې ګڼي۔ په موجوده صورتحال ??ښې به د ذمه وارۍ ثبوت وركوو۔ پاكستانې قام او پوځ غافل نه دے۔ ده ووئيل د كشمير په مسئله د يو والي په څرګندونه كولو ايوان ??ښې د موجوده ټولو سياسي ګوندونو مننه كوم او هيله ده چې روانه وضعه ??ښې به هم ټول قام د هېواد په ګته د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔