بيجنګ 09 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د عوامي جمهوريه چين د وزيراعظم لي کي چيانګ په بلنه په اتم او نهم اكتوبر د چين دوره كړې۔ د دورې په مهال وزيراعظم د چين اولس مشر شي جن پنګ، وزيراعظم لي کي چيانګ او د نېشنل پيپلز کانګرېس د سټينډنګ کمېټۍ چيئرمېن لي ژان شو سره ملاقونه كړي دي۔ د دواړو هېوادونو مشرانو د شريكې خوښې په پراخه بنياد دوه اړخيزه سيمه ايز او په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان د چين دورې په اره ??اري شوې د شريكې اعلاميې له مخې په دې ملاقاتونو كښې روايتي ګرمجوشي٬ د شريكو رائيو اتفاق او د ستراتېژك باور بشپړه عكاسي په نظر راځي۔ وزيراعظم عمران خان د بيجنګ په هارټيکلچر ايکسپورټ 2019ء كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كړې۔ وزيراعظم د چين قيادت او اولس ته د عوامي جمهوريه چين په 70مې قامي ورځ دوي ته مباركي وركړې۔ وزيراعظم د چين د شاندار پرمختګ ستاېئنه كړې او په دې خبره ??ې زور رواړې چې اصلاحات او چين كاروبار لپاره پرانستل پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره يو مثال دے۔ ده ووئيل چين قام په خپل مثالي قيادت كښې قامي پرمختګ په حقيقت كښې بدل كړې دې۔ د نومبر د څلورمې نېټي كال 2018 د شريكې اعلاميې ذكر كولو سره چې پكښې د چين او پا??ستان ترمېنځه د مهم دوه اړخيزه اتفاق رائے خاكه وړاندې كړې شوې٬ دواړو ډلو د پا??ستان او چين ترمېنځه د په تزويراتي مرستې آډانه شراكت ته لا وده وركولو لپاره ?? عزم پخلې كړې چې مقصد ئې په نوي دور كښې شريك سباٶن جوړول د چين د پاکستان د سيمه ايزې خپلواكۍ ٬ آزادۍ او سلامتيا تحفظ لپاره ?? يوالي څرګندونه٬ د پا??ستان لخوا ون چائنه پا??يسۍ ملاټر لپاره ?? عزم پخَې شوې٬ د هانګ کانګ معاملات د چين كورنۍ معامله ده او ټولو هېوادونو له د نړيوال قوانينو او د نورو هېوادونو په كورنيو معاملو كښې د عدم لاس وهنې بنيادي اقدار په ځائ ساتل پكار دي٬ يو سوله ايز ٬ په مضبوطې مرستې آډانه او سوكالي سوئيلي آسياء د ټولو ډلو په مشتركه ګټه ده٬ ټولو ډلو له منطقه كښې شخړې او مسئلې د برابرۍ او د شريك احترام په بنياد د خبرو اترو د لارې هوارولو ته اړتيا ده ٬ کشمير د اوږدې مودې مسئله ده او دا شخړه د ملګرو ملتون?? د ??ارټر٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د دوه اړخيزه لوظنامو په بنياد په مناسب او سوله ايز ډول هوارول پكار ده٬ چين د هر داسې يو اړخيزه اقدام مخالفت كړې چې ورسره ??ورتحال پېچلې كېدې شي٬ د پاکستان لخوا په دې خبره ??ور رواړلې شو چې سي پېك يو انقلابي منصوبه ده٬ د سي پېك منصوبو د عملدرآمد نګرانۍ لپاره ??ي پېك اتهارټي جوړه كړې شوې ده٬ د سي پېك دوېم پړاٶ به پا??ستان كښې صنعتي، سماجي او اقتصادي پرمختګ ته وده وركړي٬ په خاص اقتصادي زونز كښې سرمايه كاري او د اېس اېم اي په څانګه كښې مرستې سره ??ه د پا??ستان صنعتي بنياد لا پراختيا ومومي٬ برېښنا٬ پټروليم ، ګاز كركيله ، صنعت او د انفراسټرکچر په څانګو كښې د پا??ستان لخوا د رامخې ته كړې شوې منصوبو مشتركه سټډي ته سلا شوې ده٬ د چين پاکستان آزادانه تجارتي لوظنامې په دوېم پړاٶ په تندۍ سره ??ملدرامد سره ??ه دوه اړخيزه تجارت زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ دواړه هېوادونه دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي مرسته متوازن او كوتلې پرمختګ لپاره ?? چين پا??ستان مشتركه اقتصادي و تجارتي كمېسون څخه په بشپړه توګه استفاده كولو لپاره ??تفاق شوې دې٬ افغانستان كښې امن او استحکام سيمه ايزې سلامتيا لپاره ??روري دې٬ ټول هېوادونه دې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره نړيواله مرسته مضبوطه كړي۔ دواړو هېوادونو هپ دې خبره ??لا وكړه چې راتلونكې مياشت اسلام آباد كښې په كېدونكي د جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ په نهمه غونډه كښې به په روانو منصوبو د عملدرامد رفتار ګړندې شي او د اېم اېل ون پشمول بېلا بېلو څانګو كښې به د مرستې نوې لارې پرانستلې شي۔ دواړو ډلو په دې خبره ??وز رواړو چې په خاص اقتصادي زونز كښې سرمايه كاري او د اېس اېم اي په څانګه كښې مرستې سره ??ه د پاکستان صنعتي بنياد لا پراختيا ومومي او د دې په برآمدي بنياد كښې به تنوع پېدا شي۔ دا مصنوبه جوائنټ کوآرډينيشن کميټي ته لا ٶر لپاره ??ړوند مشتركه وركنګ ګروپس ته سپارلې شوې ۔ د ګډې اعلاميې له مخې دواړو ډلو تجارت، سرمايه کارۍ، خزانې، دفاع او سلامتيا، تعليم، كركيله ، سماجي څانګه ، په اولسي كچه رابطو او د كلتوري اړيكو په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو لپاره ??برې اترې كړې دي۔ دواړو هېوادونو د سسټر ستي اريكو په اړه هم د خپل عزم پكلې كړې او په دې خبره ??ې د خوشحالۍ څرګندونه كړې دې چې په دې لړ كښې په نومبر كال 2019 كښې په اسلام آباد كښې يو لوے ون يونټ كېدونكې دې چې ورسره ??ه د دواړو هېوادونو ترمېنځه كلتوري مرسته او اولسي رابطې لا ژورې شي۔ دواړو ډلو په دې خبره ??ور روړو چې د پا??ستان او چين ترمېنځه په تعليمي څانګه كښې اړېكې لا مضبوطېږي۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان د پاکستان زده كوٶنكو ته په چين كښې د تعليم ترلاسه كولو په موقعو وركول?? د ??ين د قيادت مننه وكړه۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې دا زده كوٶنكي به د آئرن برادرز ترمېنځه تاريخي او ژورې اړيكې لا مضبوطولو كښې مهم كردار ولوبوي۔ وزيراعظم عمران خان د پاکستان په اقتصادي پرمختګ كښې د چين د پرله پسې مرستې مننه وكړه۔ دواړو هېوادونو په دې خبره ??تفاق وكړٶ چې د چين پاکستان آزادانه تجارتي لوظنامې په دوېم پړاٶ عملدرامد تندولو سره ??ه دوه اړخيزه تجارت زياتولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د ګډې اعلاميه له مخې دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي مرستې متوازن او كوټلې پرمختګ لپاره ?? چين پا??ستان مشترکه اقتصادي او تجارتي کمېسون څخه په بشپړه توګه استفاده كولو له سلا وكړه۔ دواړو مشرانو د دوه اړخيزه بهترين دفاعي مرستې هم جاج واخستو او د پوځي مشقونو، په تربيه كښې د مرستې٬ د عملے په تبادله او د آلات او ټېکنالوجۍ په څانګو كښې مرسته لا قوي كولو لپاره هم سلا وكړه۔ دواړو ډلو د دې عزم پخلې وكړو چې د افغانستان مسئله پوځي حل نه لري٬ سلا وشوه چې په افغانستان كښې امن او استحكام سيمه ايزې سلامتيا لپاره ??روري دې اور او د ستمبر په 7مه نيټه كال 2019 كښې په اسلام آباد كښې د چين پا??ستان او افغانستان خارجه وزيرانو د خبرو اترو په مهمو نتيجو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ چين په افغانستان كښې امن ته وده وركولو او د روغې جورې عمل په لړ كښې د پا??ستان د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ دواړو ډلو په افغان قيادت كښې د افغانانو د لارې د امن عمل په افغاسنتان كښې د امن او استحكام كنجي وګرځوله٬ دواړو اړكو د ترهګرۍ كه ھغه