نیویارک ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د م??ګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 74 مې غونډې په مهال د متحده عرب امارات خپل همڅنګ شېخ عبد الله بن زائد النهيان سره ملاقات كړې۔ د م??اقات په مهال د م??بوضه جموں وكشمير او منطقه كښې دامن وضعې په شمول په مهمو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستانې اولس د زړه نه د يو اے اي اولس سره او په خاص ت??ګه شېخ زېد بن سلطان النهيان سره خصوصي مينه لري۔ ده ووئيل د هندوستان لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې پورته كړې شوي ګامونه نه يوازې د م??ګرو ملتونو د قراردادونو منافي دي بلكې د نړيوال قانون په ضد هم دي۔ ده ووئيل په آسام كښې هندوستان د 20 لكه بنګالي مسلمانان رجسټرېشن ناڅاپي ختمولو سره دوئي خپل هېواد كښې در په در كړې دي۔ هند د تېرو 50 ورځو څخه مقبوضه جموں وكشمير كښې بدترينه كرفيو لګو??ې ده۔ ده ووئيل مقبوضه جموں و کشمیر كښې د روانو هندي ظلمونو په ضد ټولې نړۍ څخه غږ پورته كېږي تردې چې د كانګرېس غړي هم د هند د بربريت په ضد غږ پورته كوي۔ د م??بوضه جموں و کشمیر 80 لکھ مسلمانان، نړيوالې ورورولۍ او په خاص ت??ګه اسلامي نړۍ ته ګوري۔ ملاقات كښې دواړه خارجه وزيران د م??طقې امن او استحكام له په ګډه د هڅو روانو ساتلو ته سلا شول۔