اسلام آباد 10ستمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډ??كټر مليحه لودهي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوئټرس سره ملاقات كړے او په مقبوضه كشمير كښې خراب صورتحال په نظر كښې ساتلو سره ئې د ملګرو ملتونو او د نړيوالې ټولنې نه د عملي اقداماتو كولو غوښتنه كړې او وئيلي ئې دي چې په مقبوضه جمو او كشمير كښې د كرفيو لړۍ پنځه اونيو ته رسېدلې او د هند لخوا د لاك ډاؤن او جبر او استبداد لړې لا هم روانه ده۔ پاكستانې استازې ووئيل چې وخت راغلې چې نړيواله ټولنه د قانون٬ انصاف او بشري حقونو تحفظ په معامله وړاندې راشي او خپله رايه څرګنده كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د جمو او كشمير په صورتحال د اندېښنې څرګندو??ه وكړه۔ ده ووئيل چې باي?? د ??ذاكراتو لار تل پرانستې وساتل شي۔