اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دو??م سپيكر قاسم خان سوري د لوي اختر په موقع اسلامي نړۍ او وطن والو ته مباركي وركړې كوم چې ﴿نن﴾ د ګل په ورځ لمانځل كېږي۔ د اختر په موقع په خپلو پېغامونو كښې سپيكر او دو??م سپيكر ووئيل چې لوي اختر مونږ ته د حضرت ابراهيم عليه السلام د لوئې قربانې ياد راكوي۔ دوي ووئيل چې په خوشحالو كښې دې غريب او نادار هم شامل كړې شي۔ دو??م سپيكر ووئيل چې د اختر ورځ مونږ ته د كشميري اولس هغه قربانې هم رايادوي كومې چې دوي د خپلواكې حق لپاره وركړې دي۔ ده ووئيل چې بايد د اختر ورځ كشميري اولس سره د يووالي په توګه ولمانځل شي