اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د كشمير كمېټې چيئرمېن سي?? فخرامام په وادي نيلم كښې د هندي ځواكونو لخوا په آبادې د كلسټر بم غورځولو غندنه كړې۔ د خالي په ورځ د غندنې په بيان كښې د هندي اشعال ګرې په نتيجه كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني وښودله۔ ده ووئيل چې هند د كشمير په مسئله د پاكستان په مثبته خارجه پاليسي اوس داسې چالونه كوي۔ بايد نړيواله ټولنه د كلسټر بمونو د استعمال او د جنېوا كنونشن د سرغړونې نوټس واخلي۔ سي?? فخرامام ووئيل چې د امريكائي ??ول?? مشر لخوا د كشمير په مسئله د ثالثې وړاندېز د پاكستان سفارتي كاميابي ده۔ د كشمير مسئلې حل لپاره به هند ته مذاكرات كول وي۔ سي?? فخر امام د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شويو روغتيا لپاره دعا وكړه۔