ملګري ملتونه ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د ملګرو م??تونو ع??وم?? اسمبلۍ د خپلواكۍ حق وركولو او د غېر ملكي قبضې ختمولو په اړه د پاكستان قرارداد په يوه خله منظور كړې دې۔ قرارداد كښې قامونو ته د خپلواكۍ حق باوري كولو د لوظ پخلې سره په نورو هېوادونو او سيمو قبضې ٬ پوځي لاس وهنه ٬ جبر او د بدسلوكۍ ګامونو په سمدستي توګه د ختمولو غوښتنه شوې ده۔ د پاكستان سپانسر كړي قرارداد ملاتړ په 193 كسيزه ع??وم?? اسمبلۍ كښې 83 هېوادونو وكړو۔ دې نه وړاندې دا قرارداد سماجي ٬ بشري او كلتوري چارو سره د ع??وم?? اسمبلۍ اړوندې كمېټۍ په يوه خله منظور كړې ؤ ۔ ملګرو م??تونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي اے پي پي سره په تېلېفوني مركه كښې ووئيل دې قرارداد كښې مقبوضه جموں وكشمير او د مقبوضه فلسطين په شمول د ټولې نړۍ وګړو له د خپلواكۍ حق نه منسوخ كېدونكې حق تسليم كړې شوې۔ د دې قرارداد منظورېدو په صورت د ملګرو م??تونو ع??وم?? اسمبلۍ په ټوله نړۍ كښې قامونو ته د دوئي د خپلواكۍ حق رسنه بنيادي شرط ګرځولې۔ دې ووئيل پاكستان تل په قامونو د غېر ملكي قبضو او غېر ځائي تسلط په ض?? د ??پلواكۍ حق رسنې ملاتړ كړې۔ قرارداد كښې د ملګرو م??تونو د بشري حقونو كونسل ته خواست شوې چې هغوي د غېر ملكي پوځي لاس وهنې ٬ جارحيت يا قبضې په نتيجه كښې د بنيادي بشري حقونو او په خاص توګه د خپلواكۍ حق خلاف ورزيو پلو په سمدستي توګه پام وكړي۔ قرارداد كښې د ملګرو م??تونو ع??وم?? سېكتر ته خواست شوې چې هغه دې د دې معاملې په اړه د ع??وم?? اسمبلۍ په راروانه غونډه كښې راپور وړاندې كړي