پېښور 14 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم ??مران خان قبائېلي اولس ته د روغتيا٬تعليم او نورو آسانې ??ركولو عزم څرګندونې سره په قبائېلي سيمو كښې د سكولونو او روغتونونو رغونې زر تر زره بشپړولو سپارښتنه كړې ده ۔ دا سپارښتنه د جمعې پھ ورځ د فاټا انضمام په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال شوی۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬اعلٰی وزير محمود خان٬د خزانې صوبائي وزير تيمور خان٬د وزيراعظم ??لاحكار شهزاد ارباب٬خاص مرستيال نعيم الحق٬افتخار دراني٬چيف سېكتر٬د پوليس آئي جي او سينئر افسرانو ګډون كولو۔د وزيراعظم ?? دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ??ه د فاټا انضمام په اړه په شوي پېشرفت بريفنګ وركړې شو۔وزيراعظم ?? ګورنر او اعلٰی وزير په مشرۍ كښې هرې قبائېلي ضلعې لپاره د عملدرآمد كمېټۍ جوړولو امر وكړو۔په كمېټۍ كښې به صوبائي وزيران او ضلعې سره تعلق لرونكي سناتوران هم شامل كولې شي۔وزيراعظم ووئيل ګورنر او اعلٰی وزير به د خېبرپښتونخوا د ټولو قبائېلي ضلعو دوره كوي دغسې چې اولس د انضمام په اړه كېدونكو اقداماتو څخه په اعتماد كښې واخستلې شي۔وزيراعظم ??ه ووئيل شوو انتظاميې د انضمام ټول پړاؤنه په غوره ډول تر سره كړي دي