بیجنګ/اسلام آباد 26 نومبر (اے پي ??ي) په سي پېك كښې د پېشرفت نه پس د ترهګرۍ كاروائۍ د پوهې نه لرې نه دي٬ کراچۍ كښې د چين په قونصليټ د ترهګرۍ بريد سره به د چين او پاكستان ترمېنځه په روانه مرسته هېڅ اثر نه پرېوځي٬ د ناوړه عزائمو او د عدم استحكام پېدا كوٶنكو قوتونو مخنيوي له د دواړو هېوادونو اقدامات د وخت ضرورت دے ۔ دا خبرې د چين په ګوبل ټائمز ورځپاڼه كښې په خپور شوې يوې تجزيه كښې شوې دي۔ ورځپاڼه وړاندې خپله تجزيه كښې ليكي چې په سي پېك كښې د پېشرفت نه پس د ترهګرو او د بهرني قواو لخوا د ترهګرۍ كاروائۍ د پوهې نه لرې نه دي او دې ډول بريدونو سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه سپرليخېزه اړيكې او ملګرتيا كمزورې نه شي خو سي پېك په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو او د عام وګړو د ژوند معيار كښې بهترۍ لپاره به ګامونه پورته كول وي۔ ورځپاڼې ليكلي چې كراچۍ كښې د چين په قونصلېټ د بريد ذمه واري بلوچستان لېبرېشن آرمي قبوله كړې كومه چې پاكستان لپاره په امنيتي خطرو كښې يوه ده٬ دا ډله په بلوچستان كښې هڅې كوي كومه چې د رقبې په لحاظ سره د پاكستان لويه خو په اقتصادي او سماجي توګه پاتې صوبه ده۔ ورځپاڼه وړاندې ليكي چې د دې ډول خطرو په تناظر كښې سي پېك په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو لپاره به چين او پاكستان له د پرمختګ عمل د وړاندې بوتللو لړۍ روانه ساتل وي او دې سره سره به د اولس د ژوند معيار ښه كولو لپاره اقدامات كول وي دې سره به د سماجي بهترۍ بنياد كېښودلې شي۔ ورځپاڼه ليكي چې دواړو هېوادونو لپاره په امنيتي څانګه كښې مرسته په خاص توګه د ترهګرۍ مخنيوي له به شريكو اقداماتو كښې اضافه كول وي۔ په تېرو څلو كلونو كښې د چين كمپنو په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ هلې ځلې پېل كړې دي او اغواء ?? ډاكې او بريدونه نوې خبره نه ده٬ دې ناوړه صورتحال نه بچ كېدو لپاره دواړو هېوادونو لپاره اقدامات كول ډېر ضروري دي۔ ورځپاڼې ليكلي دي چې كراچۍ كښې د چين په قونصلېټ د بريد نه پس د چين اولس د پاكستاني پوليس د مړانې او قربانۍ ستائنه كړې ده٬ داوړو هېوادون?? له به د اسلام آباد او بيجنګ ترمېنځه په دوستۍ او مرسته كښې خنډان د راولاړٶنكو قوتونو په ضد ويخ پاتې كېدل وي۔ ورځپاڼې ليكلي دي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ځائ وئيلي دي چې دا بريد د چين سرمايه كارۍ ناكامه كولو لپاره شوې