ملګري ملتونه 16 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي چې سلامتي كونسل قراردادونه چې پكښې كشميريانو ته د ھغوي د خپلواكۍ حق وركولو لوظ شوې له مخې د كشمير كشالې هواري نه غېر به د ملګرو ملتونو د نوآبادياتي نظام د خاتمې اېجنډا نامكمله وي۔ دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د عمومي اسمبلۍ خاص كمېټ?? لمبر 4 ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ??ې ووئيل تر څو چې كشميريانو سره شوې لوظونه نه وي ترسره شوې تر ھغې به دا مسئله ?? ملګرو ملتونو د تل ناكامۍ مسئله وي۔ ??ې ووئيل هند په كشمير كښې په لكهونو عسكر په ځائ كوي چا چې د ېرې ترهګرۍ او جبر لړۍ روانه ساتلې ده او د كشميريانو د خپلواكۍ حق د پښو لاندې كولو لپاره هندي امنيتي ځواكونو د تشدد بدترينه لاره خپله ك??ې ۔ ډاكټر ملیحه لودھي ووئيل بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر ادارې خپل اوسني راپور كښې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو تصديق كړې دې۔