اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان او امريكا د اوږدې مودې ??ه د يو بل اتحاديان دي٬ بايد دواړه هېوادونه خپلې اړيكې بيا د ??ره جوړې كړي٬ په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره اسانيې وركولو ته تيار يو۔ د امريكې ټي وي چېنل فاكس نيوز ??ره په مركه كښې ده ده ووئيل چې د پاكستان او امريكې ترمېنځه د تېرو څو لسيزو اړيكې دواړو هېوادونو لپاره ګټورې پاتې شوې دي او پاكستان دا اړيكې درست كول غواړي۔ ده ووئيل چې هغه ډالرو يا مرستې لپاره امريكې ته ??ه دې راغلې بلكې هغه د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې سمول غواړي كومې چې په تېر وخت كښې خرابې شوې دي۔ د فاكس نيوز له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي تسليم كړه د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په دور كښې امريكې ??ره د پاكستان اړيكې ښې ??ه دي خو ده واضحه كړه چې د افغانستان د اوسني صورتحال په پاكستان تورونه لګول درست ??ه دي۔ ده ووئيل چې كله امريكا په مشكل كښې ښكېل شي نو هغه په هغو س??مو ٬ خلقو او ادارو كښې د قربانې ګډ لټوي كومې ئې چې په هيلو پ??ره نه وي۔ ده ووئيل چې پاكستان په افغانستان امن او استحكام لپاره هر ډول اسانيې وركولو ته تيار دے ځكه چې مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان كښې امن او استحكام زمونږ په خپله ګټه دے