اسلام آباد ۔ 25 جولائی (اے پی پی) د متحدہ مجلس عمل صدر مولانا فضل الرحمن د ډېرہ اسماعیل خان حلقه اېن اے 238 هائیر سکېنډری سکول عبدالخیل كښې خپل ووټ كاسټ كړ??۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ووټ يو امانت دے او ددې ادا كول ضروري دي۔ ده ووئيل ما ټول ع??ر?? د ??اكنو مهم په مهال اولس سره دا خبره كړې چې ستاسو د ووټ د لارې به هېواد كښې بدلون راځي۔ اقتدار به بدلېږي ٬ پارلمان به بدلېږي۔ بايد تاسو ته د ووټ د قدر او قيمت اندازه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل په دې مونږ هم تحفظات لر?? چې په داسې وخت كښې چې هېواد كښې ټول ټاكنې كېږ?? د ??و لوئې ګوند مشر لارښود زندان ته لېږل شايد د دې ماحول مناسب سره صحيح نه وو ولې دا د عدالت پرېكړې دي مونږ دې كښې لاس وهنه كولې نه شوو۔ ده ووئيل تر ټولو ښه خبره د دغه ګوند د مشرتابه ټاكنو كښې د برخې اخستلو پرېكړې كولو ده۔ ووټ ته د عزت وركولو خبره ئې كړې۔ ده ووئيل دوئ?? د ??وم جذباتيت څرګندونه كړې نه ده بلكې د هېواد دې جمهوري عمل كښې ئې ګډون كړې۔