اسلام آباد 24 مارچ (اے پی پی) اولس م??ر ممنون حسېن او د سري لنكا اولس م??ر ميتهري پالا سري سينا سيمه ايز امن٬ د شريكې مرستې ودې او سارك تنظيم لا موثر جوړولو لپاره په ګډه كار كولو ته سلا شو??۔د خالي په ورځ د دواړو اولس مشرانو ترمينځه د رايو اتفاق په ايوان صدر كښې د شو?? ملاقات په مهال شوې۔د سري لنكا اولس مشر ته ايوان صدر ته په راتګ اولس م??ر ممنون حسېن هركلے ووې او په روايتي جامو كښې ماشومانو هغه ته ګلدستې وړاندې كړې۔په دې موقع دواړو اولس مشرانو يو په يو ملاقات هم وكړو د دې څخه وروستو د پلاوي په كچه هم مذاكرات وشول۔د ايوان صدر څخه جاري شو?? بيان له مخې اولس م??ر ممنون حسېن د ګران مېلما هركلي كولو سره ووئيل چې د پ??كستان ورځې په دستوره كښې د سري لنكا اولس مشر ګډون خوشبين دې د كوم څخه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه ژورې اړيكې څرګندېږي۔په دې د سري لنكا اولس مشر ووئيل چې د پ??كستان په بلنه د قامي ورځې په دستوره كښې ګډون ما لپاره د عزت او د سري لنكا اولس لپاره اعزاز خبره ده۔ مونږ پاكستاني خپل حقيقي وروڼه او ملګرې ګڼو۔دواړه مشران دې خبرې ته سلا شو?? چې په سيمه ايز امن او استحكام٬پرمختګ او د اولس خوشحالۍ لپاره به يو بل سره بشپړه مرسته روانه ساتلې شي۔دواړو د سيمه ايز پرمختګ لپاره په مرسته زور راوړولو سره د دې مقصد لپاره د سارك تنظيم په لا فعاله جوړولو اتف??ق وكړو۔اولس مشر په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه په سمندري او هوائي رابطو كښې په زياتوالي هم زور راوړو دغسې چې صنعت او تجارت پشمول په نورو څانګو كښې په مرسته كښې زياتوالې وشي۔د سري لنكا اولس مشر ووئيل چې د پ??كستان او سري لنكا ترمينځه د دفاع پشمول په نورو څانګو كښې په زياته شوې مرسته اطمينان دې او هيله ده چې په راتلونكو ورځو كښې به په دې كښې لا زياتوالې وشي۔د سري لنكا اولس مشر د سري لنكا زده كونكو او افسرانو لپاره په تعليمي او تربيتي اسكالرشپس د اولس م??ر مننه وكړه۔ده د ترهه ګرۍ په ضد د پ??كستان په كاميابو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې سري لنكا په دې هڅو كښې د پ??كستان بشپړه ملاتړ كوي۔په ملاقات كښې د سري لنكا خارجه وزير واسنتها سينا نائيكے٬ د سري لنكا د آبادۍ وزير٬د پ??رلمان غړو سيد علي ظاهر٬عبدالله معروف او اېس اېم ماري كار شريك وو او د پاكستان لخوا د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ٬خارجه سېكتر او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔