حویلۍ/ هري پور 20 دسمبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احس?? اقبال وئيلي دي د پوځ سرلښكر پارلمان ته بريفنګ خوشبينه دے٬ عسكري او سول قيادت په ګډه د ترهګرۍ مقابله كوي٬ د آخري ترهګر ??ر خاتمې به جنګ دوام داره وي٬ عمران خان د نواز شریف د انصاف د تحریك چلولو د بيان نه پس په سړكونو د څاوتو چې كومه خبره كوي ھغه اړې ګړې خپرول غواړي او د ??رم??تګ د عمل لاره نيول غواړي٬ د نواز شریف تحریك د ادارو او د عدلیې استحكام لپاره دے٬ په پاك چي?? اقتصادي لاره كار په تندۍ سره روان دے٬ د حوېلو او تهاكوټ موټروے پرانسته به ډېر زر وشي۔ داخله وزير احس?? اقبال دا خبرې د شورو په ورځ د حوېلو او تهاكوټ د موټروے د ??رم??تيائي كارونو د جاج اخستو نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل د فېض آباد دهرنا يوه ېرونكے خوب ٶ٬ ترهه ګرو او سازشي عناصرو غوښتل چې هېوا?? كښې فرقه وارانه فساداتو له هوا وركړې خو عسكري او سول قيادت د تدبر نه كار واخست او دا سازشونه ئې ناكامه كړل۔ ده ووئيل زه ټول قام له مباركي وركوم چې په پاك چي?? اقتصادي لاره كار په تندۍ سره روان دے٬ د حوېلو تهاكوټ د موټروے پرانسته به ډېره زر وشي د دې برخې بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه ملګرتيا نوره هم قوي ٬ مستحكمه او ژوره شي۔ ده ووئيل د سي پېك روټ په لويديزه برخه د ډېراسماعيل خان نه تر هكله سترې لارې په تندۍ سره جوړولې شي٬ په دې سيمو كښې د سترو لارو د منصوبو مقصد د پاتې سيمو اولس د ??رم??تګ كړو سيمو برابرول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران خان د نواز شریف د انصاف د تحریك چلولو د بيان نه پس په سړكونو د راتللو چې كومه خبره كوي ھغه اړې ګړې خپرول غواړي او د ??رم??تګ د عمل لاره نيول غواړي٬ د نواز شریف تحریك د ادارو او د عدلیې استحكام لپاره دے۔ ده ووئيل د نواز شریف بیان د عمران خان د سوچ نه دوه قدمه وړاندې دے۔ ده ووئيل د مولوي تمیز الدین او ذوالفقار علی بھټو نه تر اوسه د عدالتونو په پرېكړو بحث كېږي٬ نواز شریف غواړي چې عدليې ته استحكام ترلاسه وي٬ دې لپاره مونږ له اعلیٰ عدالتی نظام وضع كول دي٬ چرته چې د انصاف پرېكړې او معيار متازعه شي نو بيا ټولنه يو ځائ كول ګرانه شي ٬ ده ووئېل عدالت او د احتساب نظام سمولو پاره بايد په ګډه كار وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د فېض آباد دهرنا ختمه شوه او بله ورځ په اسلام آبا?? كښې د ترهه ګرۍ برېد وشو او مونږ د لوے تباهۍ نه بچ شو۔ ده ووئيل ما ته د پوهتنون يو وائس چانسلر ووئيل چې دهرنا كوٶنكو ته ووائي چې د خدائے نه وېرېږې ٬ دهرنو څخه د پوهنتونونو ماحول هم خرابېږي٬ ده ووئېل مونږ له به صلاحيت لرونكې ځوانان پېدا كول وي٬ هېواد مخ په وړاندې بوتلل دي٬ د نورو معيشتونو مقابله كول دي۔ ده ووئيل مونږ قوي او سپېځلې نظام جوړول غواړو چې څوك ورته ګ??تې نشي نيولې