اسل??م آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د اېنټي ناركوټكس فورس﴿ اے اېن اېف﴾ تر سيوري لاندې د نهې په ورځ په اسل??م آباد كښې د نشه اي توكو د سوځولو دستوره وشوه چې پكښې د نشه اي توكو د مخ نيوي وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ صلاح الدين ترمذي د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان يو شمېر خطراتو سره مخ دے۔ د نشه اي توكو ناسور زمونږ ټولنه پ?? سختې سره اغېزمنه كوي٬ د دې پ?? سختې سره مقابله كول ضروري دي۔ ده ووئيل چې اے اېن اېف د نشه اي توكو د قاچاق مخ نيوي لپاره په قومي او نړيواله كچه هڅې كوي٬ وفاقي وزير په د?? لړ كښې د اے اېن اېف كردار او هڅې وستائيلې۔ وفاقي وزير په د?? لړ كښې اے اېن اېف ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔ دستورې ته نورو يو شمېر شخصياتو هم وېنا وكړه۔ په دې موقع د اے اېن اېف ډي جي مېجر جنرال مسرت نواز ملك د خپلې وېنا په مهال د اے اېن اېف په كاركردګې رڼا واچوله