نوښار 20 نومبر (اے پي پي) د جمعیت علماء اسلام (س) مشر مولانا سمیع الحق وئيلي دي تحريك انصاف سره د جے يو آئي (س) انتخابي اتحاد شوے٬ د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان سره د انتخابي اتحاد پحقله د تفصيلات پرېكړه لا پاتې ده۔ مولانا سمیع الحق ميډيا سره خبرو كښې ووئيل تېره ورځ عمران خان سره ګټورې خبرې شوي او لا ملاقاتون?? به كوٶ چې پكښې به لائحه عمل جوړولې شي۔ مولانا سمیع الحق ووئيل عمران خان زما د موقف بشپړ تائيد كړې۔ ده ووئيل د هېواد او په نړيوالو مسئلو ?? دو??ړو خيالات يو ډول دي ۔ ده ووئيل عمران خان د جے يو آئي (س) د كردار ستائنه كړې ۔ په دې موقع مولانا سميع الحق ?? دو??ړو ګوندونو يو بل ته نزدې كولو له د خ??بر پښتونخوا اعلٰی وزير پروېز خټك كردار وستائلو۔